د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې مشران د اقتصاد بحالولو لپاره د مرستو پر وړاندیز غونډه کوي


د کورونا وایرس جهاني وبا د اروپا اقتصاد زښت زیانمن کړی
د کورونا وایرس جهاني وبا د اروپا اقتصاد زښت زیانمن کړی

برسلز - د اروپايي ټولنې مشران د جون پر ۱۹مه د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د تاواني شویو اقتصادونو بحالۍ لپاره د اربونو یورو وړاندیز پر سر د خپلو اختلافاتو پر ختمولو غونډه کوي.

د ۲۷ غړو هېوادونو حکومتي مشران د پېښور له وخت سره سم د غرمې پر ۱۲ بجو ویډیويي کنفرانس کوي چې پکې د اقتصادي بحالۍ په اړه بحث کېږي.

کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اروپايي ټولنه کې تر یو لاک زیات کسان وژلي او له بېساري اقتصادي بحران سره مخامخ ده.

دا غونډه پر داسې وخت کېږي چې د حکومتي مشرانو ترمنځ د ناندریو او له اقتصادونو سره د مرستو لپاره د پیسو په ورکولو کې د ځنډ له وجې د ولسي باور زیانمنېدو اندېښنې دي.

اروپايي مشران د جون پر ۱۹مه، له ۲۰۲۱ز څخه تر ۲۰۲۷ پورې د ټولنې د شاوخوا ۱،۰۰۰ اربه یورو د ګډې بودیجې (بجټ) او د اقتصادونو بحالۍ ته د ۷۵۰ اربه یورو مرستې ورکولو پر وړاندیز خبرې کوي.

د مرستو پیسې به په وبا ځپلیو هېوادونو او په ځانګړي ډول په سختو اغېزمنو شویو هېوادونو لکه اېټالیې او هسپانیې وېشل کېږي خو ټول حکومتي مشران باید وروستۍ هوکړې ته تر رسېدو مخکې یو شمېر اختلافات هوار کړي.

د جرمنې وزیراعظمې انګېلا مېرکل ویلي، ټولنه د بجټ او د مرستو پیسو په اړه ژر موافقې ته رسېدو ته اړتیا لري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG