په تاندې هیلې خپرونه کې د خېبر پښتونخوا له صوابۍ سره تعلق لرونکې لیکوالې، شاعرې او استاذې کلثوم زېب سره خبرې کوو. نوموړې یوه سیاسي فعاله هم ده او له پاکستان پیپلز ګوند سره یې تړاو دی. دا وایي اوس هم پښتنو نجونو ته د تعلیم حاصولو په لاره کې ګڼ مشکلات جوړ وي. کوربنه: فرخنده اسد
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا هم وویل چې هېڅوک نه غواړي یو بل نسل د ساړه جنګ په روحیې واړوي.
کېلاش ستیارتي د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په يوه ځانګړي مرکه کې وويل چې د جايزې ګټلو خبر له اورېدو سره يې د نړی ځپل شوي ماشومان سترګو ته ودرېدل.
کله چې ملاله یوسفزۍ د امریکا ازادۍ تمغې منتظیمینو هغه د دې جایزې لپاره چڼ کوله، نو په هغه وخت دوی ته نه وه مالومه چې دا به د نوبېل امن جایزه هم وګټي.
په سروه خپرونه کې مو د پښتنه لیکواله، شاعره، د بشري حقونو مبارزه، څېړونکې، امیتاز تمغه وړونکې او د پښتو اکاډمۍ پخوانۍ مشره پروفېسر سلما شاهین مېلمنه. سلمه شاهین د مردان ضلعې له بغدادۍ سیمې ده. هغې په پښتو ژبه کې تر ماسټرۍ او پي اېچ ډي پورې لوړې زدهکړې کړې دي. نوموړې د پښتو پر ادبیاتو، کلتور او دودونو نژدې اتلس قیمتي کتابونه لیکلي. چې په هغو کې روهي سندرې. پښتو ټپې، شعري مجموعې«راوېل، زه هم هاغسې وړه وای، نوی سحر«سهار»، اباسین د تاریخ په ایینه کې. کاڼي او ازغي، که رڼا شوه، او داسې نور....
شهزاده ذوالفقار وايي تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې کېدی شي په بلوچستان کې له روان حالاتو ځینې نړيوال قوتونه ګټه پورته کړي او دارنګ سني شیيعه فسادات راپورته کړي
د پېښور پر رینګ سړک د خېبر اېجنسۍ باړې سیمې قومي او سیاسي مشرانو په تیرا او باړه کې د پوځي عملیاتو په باب یوه غونډه وکړه. دوی غوښتنه کوله چې امنیتي ځواکونه دې په باړه کې سمدستي د توپو ویشتل ودروي. او د باړې او پیښور ترمنځ غځېدلې لاره دې پرانیزي. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري راپور
د ملګرو ملتونو ماشومانو نړیوالې ادارې یونیسېف برتانیې څانګه په خپل تازه رپورټ کې وايي، په نړۍ کې د تاوتریخوالي له کبله په هرو پینځو دقیقو یا منټونو کې یو ماشوم وژل کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې ماري هارف پرون وويل:(( موږ د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت لخوا د دغو بيانونو هرکلی کوو))
د حقاني شبکې د دوو غړو د نیول کیدو په اړه تازه معلومات ښيي چې دا دواړه لومړی د خلیج په عربي هېواد بحرین کې نیول شوی او وروسته بیا افغان حکومت ته سپارل شوي دي.
د ښځو لپاره په دې اووه شکایتي مرکزونو کې درې نمونيي مرکزونه «ماډل یونټې» خپل کار په یونیورسټي ټاون، ګلبهار او فقیراباد تاڼو کې پیل کړی دی.
که چیرې یو پردی مخالف په ملالې پسې بدې ردې وایې نو هغه خو بیا هم دښمن دی، سوځي، په پښتنو یې دا ورځ چېرته پېرزو ده. خو حیرانه په دې یم چې پښتانه یې هم مخالفت کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته