د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اروپايي هېوادونو ازادیو ته ګواښ راڅېرمه دی'


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د اروپا پر دوه ورځني سفر راوتی دی. نوموړی به د برلین دېوال ړنګېدو ۲۵مه کالیزه کې ګډون کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د اروپا پر دوه ورځني سفر راوتی دی. نوموړی به د برلین دېوال ړنګېدو ۲۵مه کالیزه کې ګډون کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا هم وویل چې هېڅوک نه غواړي یو بل نسل د ساړه جنګ په روحیې واړوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د جرمني بهرنیو چارو له وزیر فرانک والټیېر شتاینمایر سره په برلین کې په یوه ګډ خبرې کنفرنس کې خبرې وکړې او ویي ویل چې د نړۍ په زیاتو برخو کې حتا اروپا کې ازادۍ تر ګواښ لاندې دي.

جان کېري او شتاینامیر د برلین دیوال ړنګېدو ۲۵ مې کالیزې تر مراسمو مخکې چې په راتلونکې میاشت کې به جوړه شي، د اوکراین له بحرانه د لویدیزې او ختیزې اروپا د ترخه وېش خبرداری ورکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر پر مسکو غږ وکړ چې د اوکراین په اړه را پیدا شوې اندیښنې دې سنجیده وګڼي او ټینګار یې وکړ چې لویدیځ له روسیې سره شخړه نه غواړي.

«موږ هیله من یو، روسیه چې موږ ورسره شخړه نه غواړو، او د نړۍ د ستونزو په حل کې ورسره د ګډ کار هیله لرو، په دې به پوهه شي چې نړۍ د یوه هېواد د ځمکني تمامیت او استقلال له لیکو تېرېدل جدي ګڼي».

د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک والټیېر شتانیمایر خبرداری ورکړ چې د اوکراین بحران د اروپا سوله ایز نظم ته ګواښ راڅېرمه کړی دی.

XS
SM
MD
LG