شهزاده ذوالفقار وايي تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې کېدی شي په بلوچستان کې له روان حالاتو ځینې نړيوال قوتونه ګټه پورته کړي او دارنګ سني شیيعه فسادات راپورته کړي
د پېښور پر رینګ سړک د خېبر اېجنسۍ باړې سیمې قومي او سیاسي مشرانو په تیرا او باړه کې د پوځي عملیاتو په باب یوه غونډه وکړه. دوی غوښتنه کوله چې امنیتي ځواکونه دې په باړه کې سمدستي د توپو ویشتل ودروي. او د باړې او پیښور ترمنځ غځېدلې لاره دې پرانیزي. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري راپور
د ملګرو ملتونو ماشومانو نړیوالې ادارې یونیسېف برتانیې څانګه په خپل تازه رپورټ کې وايي، په نړۍ کې د تاوتریخوالي له کبله په هرو پینځو دقیقو یا منټونو کې یو ماشوم وژل کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې ماري هارف پرون وويل:(( موږ د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت لخوا د دغو بيانونو هرکلی کوو))
د حقاني شبکې د دوو غړو د نیول کیدو په اړه تازه معلومات ښيي چې دا دواړه لومړی د خلیج په عربي هېواد بحرین کې نیول شوی او وروسته بیا افغان حکومت ته سپارل شوي دي.
د ښځو لپاره په دې اووه شکایتي مرکزونو کې درې نمونيي مرکزونه «ماډل یونټې» خپل کار په یونیورسټي ټاون، ګلبهار او فقیراباد تاڼو کې پیل کړی دی.
که چیرې یو پردی مخالف په ملالې پسې بدې ردې وایې نو هغه خو بیا هم دښمن دی، سوځي، په پښتنو یې دا ورځ چېرته پېرزو ده. خو حیرانه په دې یم چې پښتانه یې هم مخالفت کوي.
د امنیتي چارو ځینې پوهان لکه پروفیسر حسن عسکري رضوي وايي، د کنټرول پر کرښې تاوتریخوالی او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د پاکستان د امنیت دوه مسلې روښانوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی وايي، چې د پښتنو پر شتمنیو او وسایلو د پښتنو حق د هغوی انساني او قانوني حق دی او که چیرې پاکستان، افغانستان د یو خپلواکه هېواد په توګه ومني نو په سیمه کې امنیت پر ځای کېدای شي.
محمود خان اڅکزي وویل، چې پښتون په تاریخ کې یو پیاوړی او زورور ولس پاته شوي خو ځینې خلک یې د نوم بدولو هڅې کوي.
د پېښور د پولیسو چارواکي وايي د روان کال په تیرو نهو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور ښار کې په خپل منځي دښمنیو ، په وړو لانجو او د عزت په نامه په شخړو کې له څلورو سوو زیات کسان وژل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته