د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۸۰ زره ماشومانو ژغورونکی کېلاش له مشال راډیو سره


Nobel Prize -- A composite file showing Malala Yousafzai (L), the Pakistani teenage advocate for female education, children's rights activist Kailash Satyarthi of India
Nobel Prize -- A composite file showing Malala Yousafzai (L), the Pakistani teenage advocate for female education, children's rights activist Kailash Satyarthi of India

کېلاش ستیارتي د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په يوه ځانګړي مرکه کې وويل چې د جايزې ګټلو خبر له اورېدو سره يې د نړی ځپل شوي ماشومان سترګو ته ودرېدل.

د نوبېل امن جايزې وړونکی کېلاش ستيارتي وايي، ملالې يوسفزی ته يې ويلي چې بايد دواړه د منطقي او په جهاني کچه د ماشومانو سولې لپاره په ګډه ګامم اوچت کړي.

ښاغلي ستیارتي او ملالې په ګډه د اکتوبر پر لسمه د دوه زره څوارلسم کال نوبېل سولې جایزې ګټونکي اعلان شول.

د هند اوسېدونکی شپيته کلن کېلاش ستیارتي ماشومان له غلامۍ خلاصولو او له جبري مشقت د ژغورولو لپاره د «بچپن بچاو اندولن» تر سیوري لاندې له تېرو شاوخوا درې لسيزو راهیسې مبارزه کوي.

خو د ده دا مبارزه شاوخوا څلور دېرش کاله وروسته د سولې نړۍوالې جايزې په ورکولو سره نړی و منله.

خو کله چې د اکتوبر پر لسمه د ده نوم د جايزي ګټونکي په توګه اعلان شو نو خپله کېلاش ستارتي هم حق حيرانه شو.

نوموړي د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په يوه ځانګړي مرکه کې وويل چې د جايزې د ګټلو خبر له اورېدو سره يې د نړی ځپل شوي ماشومان سترګو ته ودرېدل:

(زه د ميډيا له لارې خبر شوم. ما د جايزې ګټلو تمه نه درلودله نو ځکه دا زما لپاره يو زيری وی. ما سمدستي دا سوچ وکړ چې دا په نړی کې د تر ټولو ځپل شوو ماشومانو د ستونزو تسليمول دي. هغه ماشومان چې غلامان ساتل شوي او د څارويو په شان اخیستل شوي او پلورل شوي دي. د هغو ماشومانو چې په جنګونو او ترهګری ضد جګړي په حالت کې پيدا شوي او د هغو ماشومانو لپاره ده چې په زوره په ترهه کې اوسېدو او سکولونو پرېښودلو ته مجبوره کړل شوي دي.)

کېلاش ستيارتي د خپلي ادارې «بچپن بچاو اندولن» له لارې د هند شاخوا اتياد زره ماشومان له جبري مشقته، غلامۍ او نورو ځورونو ژغورلي دي.

د ده اداره په هند کې د دغو محرومه او ځپل شوو ماشومانو د بحالۍ لپاره مرکزونه لري او تعليمي ادارې چلوي.

کېلاش ستارتي وايي کله چې دغو ماشومانو د ده د نوبېل سولي جايزې ګټلو خبر واورېدی نو د ده په وينا ټولو له خوښالۍ وژړل، يو بل ته ورغاړه وتل او ګډاګانې يې شروع کړې.

خو ده په مشخصه توګه د يوه ځوان خبره وکړه چې د ده په بحالي مرکز کې يې شاوخوا دولس کاله تېر کړي ول او اوس د قانون زدکړې کوي.

د ده په وينا دغه زدکوونکي فيصله وکړه چې نور به خپل مسلک د ماشومانو حقونو لپاره کاروي.

(اوس هغه د قانون زدکړي کوي. د خپلې کورنۍ د دباو له وجې هغه غوښتل چې د کاروباري چارو وکيل «کارپوريټ لاير» جوړ شي خو په کومه ورځ چې يې زما د جايزې خبر واورېدلو نو سمدسیي يې دا فيصله وکړه چې د سوداګریز وکيل پر ځای به د ماشومانو او نورو انسانو د حقونو خوندي کولو لپاره د بشري حقونو وکيل جوړيږي)

ښاغلی کېلاش ته د سولې نړۍواله جايزه له ملالې يوسفزۍ سره په ګډه ورکړل شوې ده. نوموړی د ملالې زړورتيا ستايي او وايي چې دې ته اوس هم د خپلې مبارزې لپاره ډېر عمر پروت دی.

ښاغلي کيلاش زياته کړه چې له جايزې ګټلو وروسته يې له ملالي يو سفزی سره په ټيلي فون خبري وکړې اوله هغي غوښنل چې بايد اوس دواړه له تعليم سره سره د منطقي او نړی پر کچه د ماشومانو د سولي لپاره په ګډه يو نوی اقدام وکړي.

( ما په ځانګړې توکه دې ( ملالي) ته بلنه ورکړه چې په يوه نوښت يا نوي اقدام کې ورسره ملګرې شي. دې اقدام ته موږ سوله د ماشومانو لپاره او ماشومان د سولي لپاره نوم ورکړی دی. موږ غواړو چې ځوانان او ماشومان نه يوازي زموږ په سيمه کې بلکه په نړيواله کچه د سولي راوستو په بهيرکي ښکيل کړو. او څنګه موږ کولی شو چې ماشومانو ته د زغم ، سولي ، عدم تشدد منزل او هدف و ټاکو. ددې ترڅنګ موږ له پکار ده خپله يوه نړی جوړه کړو نه يوازي د پښتنو، هند يا د پاکستان د يوې مخصوصې سيمي لپاره بلکه د ټولي منطقي او نړی لپاره. يو هم ماشومام ددې لپاره نه پيدا شوی او نه هم دې ته تړل شوی يا بيا دې ته مجبوره کړل شي چې د ويري، ترهي ، بغاوت او جنګونو په ماحول کي را لوی شي . ماشومان بايد دې ته مجبوره نکړل شي چې د بمونو او ډزو ږغ واوري بلکه دوی ته پکار دی په لاسونو کې د لوبو شيان او کتابونه ورکړل شي چې دا رنګه دوی له خپل ماشوموالي او خپل راتلونکي څخه خوند واخلي.

د جايزي ګټلو وروسته ملالي يوسفزی پخپل خبري کانفرنس کي د هند او پاکستان پر وزيراعظمانو ږغ کړی وو چې په لسم دسمبر د جايزې د ورکړي په دستوره کې دي ګډون وکړي.

دا په داسي حال کې وه چې د دواړو هيوادو د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتي رواني وې.

خو کيلاش ستیارتهي وايې کله چې يې د هند له وزيراعظم نريندر مودي سره وليدل نو د جايزې د ورکړي په دستوره کي يې ورڅخه د ګډون غوښتنه و نکړه. البته ده د ملالي د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولي ټينګولو د خواهش ملاتړ وکړی. ده وويل چې تر حکومتونو زيات پکار ده د دواړو هيوادونو ولس پر سوله زيات زور ورکړي.

XS
SM
MD
LG