د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د حقاني شبکې دوه غړي په بحرین کې نیول شوي'


د حقاني شبکې غړی انس حقاني چې افغان چارواکې یې په خوست ولایت کې د نیولو ادعا کوي.
د حقاني شبکې غړی انس حقاني چې افغان چارواکې یې په خوست ولایت کې د نیولو ادعا کوي.

د حقاني شبکې د دوو غړو د نیول کیدو په اړه تازه معلومات ښيي چې دا دواړه لومړی د خلیج په عربي هېواد بحرین کې نیول شوی او وروسته بیا افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

یو شمېرافغان او لویدیز چاراکي وايي، د حقاني شبکې دوه غړي چې کابل ادعا کوي افغان ملي امنیت نیولي، اصلاً د خلیج په عربي هېواد بحرین کې نیول شوي دي.

والستریت ژورنال ورځپاڼه لیکي، په خلیج کې چېرته چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو او حقاني شبکې یو شمېرمشران ازاد ژوند کوي، د دې دوه کسانو نیول د افغان حکومت د مخالفانو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو په چلند کې احتمالي بدلون ته اشاره کوي.

د حقاني شبکې د دوو غړو د نیول کیدو په اړه تازه معلومات ښيي چې دا دواړه لومړی د خلیج په عربي هېواد بحرین کې نیول شوی او وروسته بیا افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

یو لوړ رتبه افغان امنیتي مقام چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي والستریت ژورنال ته تائید کړې ده چې انس حقاني او حافظ رشید په خلیج کې نیول شوي خو دغې سرچینې د کوم خلیجي هېواد نوم یاد نه کړ.

دغه راز د افغانستان ملي امنیت ادارې هم په دې اړه چې انس حقاني او حافظ رشید چېرته نیول شوي، څه نه دي ویلي.

طالبان بیا وايي چې دا دوه کسه د اکتوبر په ۱۲ نېټه په بحرین کې د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي او قطر او متحده عربي اماراتو ته تر لېږدولو وروسته افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

خو افغان مقامات وايي، د انس حقاني او حافظ رشید د نیولو عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي او امریکايانو پکې ونډه نه درلوده.

د طالبانو یو شمېرغړي او د حقاني شبکې ځیني مشران تراوسه پورې په قطر کې په ازاده توګه اوسېدل.

قطر تر دې مخکې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د اسانتیاو په برابرولو کې هم رول لوبولی دی.

طالبان وايي، دواړه نیول شوي کسان دوحې ته تللي ول چې د حافظ رشید له ورور محمد نبي عمري سره چې له ګوانتانامو څخه قطر ته لېږدول شوي، وویني.

طالبانو ویلي، د انس حقاني او حافظ رشید نیونه د هغې موافقې خلاف ده چې پراساس يې د ګوانتانامو له زندانه قطرته د انتقال شوو طالب مشرانو او د هغوی د خپلوانو ترمنځ د لیدلو اجازه ورکوي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای د حقاني شبکې ملاتړکوي .خو اسلام اباد بیا دا خبره نه مني.

په همدې حال کې ځینې کتونکي په دې باور دي چې د حقاني شبکې د مشرتابه د ځینو غړو په وژل کیدو او نیول کیدو سره دا شبکه د تېر په پرتله کمزورې شوې ده.

XS
SM
MD
LG