د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د جمیعت علمای اسلام (ف ډلې) پر مشر مولانا فضل الرحمان ځانمرګی بريد وشو چې نوموړی روغ رمټ ترې ووت خو د ځانمرګي په ګډون دوه کسان ووژل شول او تر ۲۰ زيات ژوبل شول.
د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د جمیعت علمای اسلام (ف ډلې) پر مشر مولانا فضل الرحمان ځانمرګی بريد وشو چې نوموړی روغ رمټ ترې ووت خو د ځانمرګي په ګډون دوه کسان ووژل شول او تر ۲۰ زيات ژوبل شول. پر مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم دوه ځله ځانمرګې بريدونه شوي دي. په همدې اړه احمد شاه اعظمي د ياد ګوند له وياند جان محمد اڅګزي سره خبرې کړي او په لومړي سر کې ورڅخه پوښتلي چې پر مولانا فضل الرحمان باندې د دا ډول بريدونو لامل څه دی؟ نوموړی په ځواب کې وايي.....
د خیبر ایجنسې په تیرا او باړه کې د اکتوبر له شپاړلسمې نیټې د وسلوالو پرضد د((خېبر یو)) په نامه تازه پوځي عملیات دوام لري. او د چارواکو په خبره تر اوسه درې زره کورنۍ له سیمې پېښور نورو خوندي علاقو ته کډه شوې دي. د تېرا یو سپنږی وايي، نور کابل ته کډه کېږي دلته ډېر بې عزته شولو
د خیبر ایجنسې په تیرا او باړه کې د اکتوبر له شپاړلسمې نېټې د وسلوالو پرضد د((خېبر یو)) په نامه تازه پوځي عملیات دوام لري. پولیټیکل چارواکي وایي چې له تیرا او باړې د پوځي عملیاتو او ناامنیو له کبله تر اوسه د اورکزو او خېبر ایجنسۍ پر بیلا بیلو لارو خواوشا درې زره کورنۍ پېښور ته رسېدلې دي. دا چې دغه کډوال له څومره ستونزو سره مخامخ دي؟ او دوی ته څه ډول اسانتیاوې ورکول شوې؟ په اړه یې له سیمې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواری راپور اورو.
بېګا په متحده عرب اماراتو کې د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ویاړ غونډه او جشن وشو.
جشن ته په استولي غږیز پیغام کې ملالې یوسفزۍ پر بهر مېشتو افغانانو او پښتنو غږ وکړ چې د خپلو بچیو تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.
بېګا په متحده عرب اماراتو کې د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ویاړ غونډه او جشن وشو. د غونډې او جشن منتظم نظار یوسفزي نن(جمعه) مشال راډيو ته وویل، په غونډه کې په اماراتو کې د ټولو ادبي او ولسي ټولنو غړو او هلته مېشتو ګڼو پښتنو برخه واخیسته.
د پاکستان حکومت چې کله هم په قبايلي سيمو او د خيبر پښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کي پوځي عمليات پيل کړي نو وروسته بيا د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره تفريحي پروګرامونه جوړوي. حکومت د دې ډول پروګرامونو هدف د بې کوره کړل شوو خلکو نفسياتي کيفيت ښه کول يادوي. د چارشنبې په ورځ هم د پاکستان د کریکټ وتلی لوبغاړی شاهد اپرېدی د خيبر پښتونخوا بنو ښار ته ولاړ او هلته يې د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره يوه لوبه وکړه. خو پوښتنه دا ده چې حکومت ته د بې کوره کړل شوو خلکو ستونزو ته زياته پاملرنه اړول وي او که د هغوی لپاره تفريحي پروګرامونو جوړول ته؟ په دې اړه عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.
له تېرو څو ورځو راهیسې د کرفیو او لارو بندېدو باوجود له باړې تر پیښوره د بټه تل پر لاره په سلګونه خلک راروان دي او خپل کورونه یې پرېښي دي.
نن په متحده عرب اماراتو کې د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ویاړ جشن کېږي. د غونډې او جشن منتظم نظار یوسفزي مشال راډيو ته وویل، غونډه نن ماښام د عرب اماراتو پر وخت نهه بجې د شارجې په کلتوري مرکز کې کېږي چې پکې به په اماراتو کې د ټولو ادبي، خېر ښېګڼو او ولسي ټولنو غړي او هلته مېشت پښتانه برخه اخلي. یوسفزی زیاتوي، د غونډې او جشن موخه نړۍ ته دا پیغام ورکول دي چې پښتانه سوله ییز خلک دي. په دې غونډه کې به د ملالې یوسفزۍ د هلو ځلو په ویاړ مقالې او نظمونه اورول کېږي.
د هندو مذهب دیوالي د رڼاګانو جشن بلل کېږي، چې دوی یې هرکال په مني کې لمانځي. د هندو عقیدې له مخې، دوی د دیوالي خوشالې ځکه لمانځي چې دا د تیارو لپاره رڼا، د جهالت لپاره علم او د مایوسۍ لپاره امید دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته