د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزى وايي، د ملا محمد عمر په مشرۍ وسلوال طالبان نور بايد وسله وغورځوي او له نوي افغان حکومت سره مذاکرات وکړي. دی وايي، پاکستان بايد افغان طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته اماده کړي او دا د پاکستان تر وس لاندې خبره ده.
ښاغلي اڅکزی وايي، چې نړيوال بايد له چين، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا له هغو هېوادونو چې له افغانستان سره ګډې پولې لري - ضمانت وغواړي، چې د خپلو هېوادونو د استقلال غوندې د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ درناوى وکړي.
ښاغلی بایک وايي، دا څوک چې په ګوډ مارنینګ اعتراض کوي، نو دوی په دې ولې اعتراض نه کوي چې دلته په مورنیو ژبو تعلیم موږ لازمي کړی وو، او دوی په انګرېزۍ ژبه کړ.
ګارډين ورځپاڼه ليکي چې د بریتانیا وزيراعظم ډيوډ کيمرون د زيارت پر ورځ کابل ته له رسېدو وروسته وويل چې د ده هېواد په افغانستان کې د ښکيلتيا لوی قيمت ادا کړی دی.
محمود خان اڅکزي په افغانستان کې پر نوي جوړ شوي حکومت هيله مندي وښووله او ويې ويل، چې افغانانو نړۍ ته وښووله، چې دوى تر هر چا زيات پر ډيموکراسۍ باور لري.
د فاټا سیکریټیریټ ویاند فضل الله « ۲۳ کالجونه به د هلکانو او ۱۲ جینکو لپاره جوړېږي، دا به پوسټ ګریجویټ کالجونه وي، دا شان حکومت دا هم منصوبه لري چې د فاټا ځوانانو هلکانو او جینکو لپاره خپل یو پوهنتون جوړ کړي»
عبدالله عبدالله وویل، چې د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې به د افغانستان د امینت ثبات او ودې لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.
د انور کاظمي په خبره که څه هم تر کاوین «نکاح» مخکې جنسي اړیکې ساتل ناجایزه ګڼل کیږي، خو د دې په نتیجه کې زېږېدونکي ماشومان بې ګناه دي، او باید ونه وژل شي.
د کابل او واشنګتن ترمنڅ د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل،د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي همکاریو تړون د یوه ګاونډي هېواد لپاره هم خطر نه ولاړوي. پوښتنه دا ده چې پاکستان د دې امنیتي تړون په اړه څه دریځ لري او ایا پر دې اعتراض لري او که نه؟
ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته پر لوړو پوستو د چارواکو د ګمارنې لړۍ پیل کړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته