د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کردي جنګیاليو ته لار ورکول ستایو'


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې ماري هارف پرون وويل:(( موږ د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت لخوا د دغو بيانونو هرکلی کوو))

امریکا د ترکيې پرېکړه ستایلې چې عراقیو کردي جنګیالیو ته یې د لارې ورکولو اجازه ورکړې چې د شام کوباني ښار په ژغورلو کې مرسته وکړي. د کوباني کلابند ښار کې لا هم جګړه روانه ده او د دې ښار کردي دفاعیان له تیر څه باندې یوې میاشتې راهیسې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر یرغل لاندې دي.

د ترکيې بهرنیو چارو وزیر میولوت چاوش اوغلو دغه پرېکړه پرون دوشنبه په انقره کې اعلان کړه خو په دې اړه یې نور څه په ډاګه نه کړ او وېې ویل چې په دې معامله لا هم خبرې روانې دي.

د امریکا بهرنو چارو وزارت مرستیالې ویاندې ماري هارف پرون سېشنبې ورځ وویل چې هېواد یې د ترکيې د بهرنو چارو وزارت بیان هرکلی کوي.

هلته د روانې میاشتې په نولسمه نېټه امریکايي هوايي ځواکونو په کوباني ښار کې کرد جنګیالو ته سامانونه غورځولي چې پکې وسلې او کارتوس هم شامل دي.

په عین حال کې د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ پرون وویل د روانې میاشتې په نولسمه او شلمه نیټه یې ځواکونو د کوباني ښار سره نزدې د اسلامي دولت وسله والو خلاف شپږ هوايي بریدونه کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ګل په ورځ په انقره کي د حکومت د پالیسۍ بدلون اعلان کړ.

چاوش اوغلو خبریالانو ته وویل، د مسلې په اړه خبرې روانې دي. ده په دي اړه زیاتې څرګندونې ونکړې البته زياته يي کړه ((موږ کله هم نه غواړو چې کوباني ښار د وسلوالو لاسو ته پريوځي))

همداراز پرون په جکارته کې د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري په اسيايي هېوادونو غږ وکړ چې د داعش وسلوالو مخنيوي په لړ کې هلې ځلې تندې کړي.

خو هغه زیاته کړه، «دا به زموږ یو نامسوله عمل وي او له اخلاقي پلوه به هم ګران راته پرېوځي، چې پر دې خاصه ګړۍ هغو خلکو ته شا وګرځو چې له اسلامي دولت سره ډغره وهي.»

د عراق کردستان د خودمختارې سیمې ملېشه ځواکونو (پېشمرګه) وزارت جنرل سیکرېټري جبار یاور مشال راډیو ته وویل، دوی چمتو دي چې د ترکیې له لارې کلابند کوباني ښار ته جنګیالي او درني وسلې واستوي:

(( که خدای ته منظوره وي نو لکه څنګه چې د ترکيې د بهرانيو چارو وزير ويلي دي، موږ چمتوالی نيسو چې درنه وسله او پېشمرګه ځواکونه د ترکيې له لاری کوباني ښار ته واستو چې دارنګ د خپلوو روڼو او اتلانو مرسته وکړو او د هغه ښار دفاع وکړو چې حمله پرې شوې اوکلابند دی))

خو د پېشمرګه يو وياند ويلي دي چې يواځې د عراق شمال کې روزل شوي د شام کردي سرتېري به شام ته ليږدول کيږي نه چې عراقي کردي سرتيري.

د عراق وزيراعظم حیدر العبادي د ګل په ورځ وویل، د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد جګړو کي به هېڅ ځمکني بهرني عسکر له عراقي ځواکونو سره په جګړه کې مرسته ونکړي.

په عین حال کي د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ وایي، امریکایي ځواکونو د خالي او اتوار په ورځو، کوباني ښار ته نږدي د اسلامي دولت د وسله والو پر هدفونو بمباري کړې.

خو د دی باوجود د امريکا پوځ وايي د دوي لومړيتوب عراق دی چېرته چې داعش وسلواله ډله د بغداد په شمال او غرب کې په سني مېشتو سيمو کې خوره شوه، د امريکا مرکزي کمانډ وايي د دوي پوځيانو د عراق فلوجه او يو بل ښار سره نزدې د داعش وسلوالې ډلې پرضد شپږ هوايي بريدونه ترسره کړي دي.دوي وايي دغه بريدونه د عراقي ځواکونو، فرانس او برتانيا په همکارۍ ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG