د فاټا سیکریټیریټ ویاند فضل الله « ۲۳ کالجونه به د هلکانو او ۱۲ جینکو لپاره جوړېږي، دا به پوسټ ګریجویټ کالجونه وي، دا شان حکومت دا هم منصوبه لري چې د فاټا ځوانانو هلکانو او جینکو لپاره خپل یو پوهنتون جوړ کړي»
عبدالله عبدالله وویل، چې د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې به د افغانستان د امینت ثبات او ودې لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.
د انور کاظمي په خبره که څه هم تر کاوین «نکاح» مخکې جنسي اړیکې ساتل ناجایزه ګڼل کیږي، خو د دې په نتیجه کې زېږېدونکي ماشومان بې ګناه دي، او باید ونه وژل شي.
د کابل او واشنګتن ترمنڅ د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل،د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي همکاریو تړون د یوه ګاونډي هېواد لپاره هم خطر نه ولاړوي. پوښتنه دا ده چې پاکستان د دې امنیتي تړون په اړه څه دریځ لري او ایا پر دې اعتراض لري او که نه؟
ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته پر لوړو پوستو د چارواکو د ګمارنې لړۍ پیل کړې.
ولید خان له مشال راډيو سره په ځانګړې ویډيويي مرکه کې وویل، کله چې روغتون ته ولاړ نو یو قصابخانه ښکارېدله، هر لوري ته په وینو کې لت پت مړي پراته ول.
'امريکا، چې وار د مخه د نړيوالو ترهګرو ډلو د له مينځه وړلو پسې يې راخيستې ده، ممکن يو وخت داسې راشي چې پاکستانۍ جماعت الدعوه ډله د القاعده او يا هم د اسلامي دولت وسله والې ډلې په پرتله زياته خطرناکه ډله ثابت شي.'
مېشېل اوباما په خپلو خبرو کې د تعليم د نړيوالې مبارزې، د سوات د ملالې يوسفزۍ او په نايجيريا کې د هغو ۲۰۰ سکول ته تلونکيو جينکو، چې د بوکو حرام په نوم د اسلامي سخت دريځې ډلې د غړيو لخوا تښتول شوې وې، يادونه وکړه.
"ما ته داسې برېښي لکه چې موږ اوس هم په لېږدوونکي یا انتقالي دور کې یو، موږ لا هم له شوروي پېره نه یو راوتلي. "
د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په خيبر پښتونخوا کې د يوې ټولنې جوړېدو په اړه اورئ چې هدف يې د پاکستان او افغانستان د پښتنو تر مينځ د اړيکو ښه کول او پښتني ادب او کلتور ته وده ورکول دي. په خپرونه کې، چې هارون باچا يې جوړوي، له څو سندرو هم خوند اخلئ.
هر کال د سېپټېمبر میاشتې د درېیمې اوونۍ د نهې یا سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې یا جنرل اسمبلۍ نړیواله غونډه پیلېږي چې پکې د ملګرو ملتونو د غړو ټولو هېوادونو استازي موجود وي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته