په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې په قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې ناامني خپره شوه چې د ټولنې د وګړو پر ژوند یې لوی اغېز وکړ.
افغان لیکوال نجیب الله منلی د غونډې ګډونوالو ته وویل؛ ټول افغانان د ملالې په دې ویاړ خوښ دي او دا د سیمې په سطحه لویه لاسته راوړنه بولي.
د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي حقومي سلاکار عبدالعلي محمدي مشال راډیو ته ويلي چې بايد د هغو څلور سوه بنديانو مقدمې بايد بيا و څيړل شي چې ورته د مرګ سزا اورول شوې ده. په نړۍ کې د بشري حقونو سازمانونه د زندۍ سزا «پانسۍ یا اعدام سزا» ختمولو لپاره مبارزه کوي. په پاکستان هم تر اته زره زيات بنديانو ته
ملالي يوسفزیی ته د سولې نوبېل جايزه ورکول به د هغو قوتونو ږغ څومره پياوړی کړي چې په لر او بر پښتون وطن کې د تعليم، سولې، زغم په حق کې او د ترهګری او سختدريځۍ پر ضد مبارزه کوي؟ دا پوښتنه عبدالحي کاکړ په واشنګټن کې ميشت د سياسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي څخه کړې؟
د ملالي يوسفزی پلار ضياءالدين يوسفزی وايي چې کله د ۲۰۱۲ کال پر نهم اکتوبر په سوات کې وسله والو طالبانو ملاله يوسفزۍ په ډزو وويشتله نو وروسته د علاج لپاره د بریتانيا برمنګهم ښار ته يوړل شوه. دی وايي، کله چې يې ۱۰ ورځې وروسته خپله زخمي لور وليدله نو تر ښکلولو وروسته يې ورته وويل چې ملالې تاسو د خپلې
که په یو سکول کې پینځوست یا شپیته زده کونکي وي او د دوی سکول بند شي نو دا به چېرته ځي، څرګنده ده چې سکولونه به پرېږدي
رويټرز خبري اژانس ليکي د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله د نښتو وروستو د هند وزيراعظم ډير سخت غبرګون ښودلی او ويلي دي چې د اسلام اباد زاړه عادتونه به برداشت نه کړل شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزى وايي، د ملا محمد عمر په مشرۍ وسلوال طالبان نور بايد وسله وغورځوي او له نوي افغان حکومت سره مذاکرات وکړي. دی وايي، پاکستان بايد افغان طالبان له افغان حکومت سره مذاکراتو ته اماده کړي او دا د پاکستان تر وس لاندې خبره ده.
ښاغلي اڅکزی وايي، چې نړيوال بايد له چين، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا له هغو هېوادونو چې له افغانستان سره ګډې پولې لري - ضمانت وغواړي، چې د خپلو هېوادونو د استقلال غوندې د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ درناوى وکړي.
ښاغلی بایک وايي، دا څوک چې په ګوډ مارنینګ اعتراض کوي، نو دوی په دې ولې اعتراض نه کوي چې دلته په مورنیو ژبو تعلیم موږ لازمي کړی وو، او دوی په انګرېزۍ ژبه کړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته