د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور تاڼو کې د ښځو لپاره جلا شکایتي مرکزونه پرانیستل شول


د پېښور تاڼو کې د ښځو لپاره جلا شکایتي مرکزونه پرانیستل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

د ښځو لپاره په دې اووه شکایتي مرکزونو کې درې نمونيي مرکزونه «ماډل یونټې» خپل کار په یونیورسټي ټاون، ګلبهار او فقیراباد تاڼو کې پیل کړی دی.

د خېبر پښتونخوا حکومت د پېښور په بېلابېلو تاڼو کې له ښځو سره تړلو مسلو د حل لپاره جلا شکایتي مرکزونه پرانیستي دي چې پکې ښځې پولیس اهلکارانې د ښځو شکایتونه درجوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د ښځو لپاره په پولیس تاڼو کې دا اووه يونټې د برتانیا یوې نړیوالې ترقیاتي ادارې (ډیپارټمنټ فار انټرنیشل ډیولیپمنټ ) تر اعتبار نومي يو پروګرام لاندې جوړې کړې دي چې په صوبه کې خلکو ته انصاف او تحفظ ورکولو په اړه له ۲۰۱۲ کال راهیسي کار کوي.

په دې اووه شکایتي یونټو کې درې نمونيي مرکزونه «ماډل یونټې» خپل کار په یونیورسټي ټاون، ګلبهار او فقیراباد تاڼو کې پیل کړی دی.

د پېښور یوې پولیس تاڼې ښځې پولیس چارواکې
د پېښور یوې پولیس تاڼې ښځې پولیس چارواکې

د ګلبهار تاڼې د ښځو شکایتي یونټ اسسټنټ سب انسپکټر مغیث منیر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل هغوی ته محسوسېږي چې د دې شکایتي مرکزونو له وجې د ښځو اعتماد پرځای شوی دی ځکه چې د سږ کال په مې میاشت کې د دې مرکزونو له جوړېدو پس تر اوسه یوازې د ګلبهار تاڼې په مرکز کې له دوی سره څلویښت روزنامچې او لس ایف ای اره درج شوي دي.

دې وویل چې په هر شکایتي نمونيي مرکز کې دوه زنانه پولیس اهلکارانې کار کوي او اوس شکایت لرونکې ښځې بې له ویرې دې مرکزونو ته د شکایت وړلو لپآره ورځي.

د دې په وینا چې زیات کیسونه د کورنیو شخړو وي او د جینکو له خپلو کورونو د تلو کېسونه هم له دوی سره رپورټ شوي دي.

«په کورنې شخړو کې زیات تر دامېدوارو میندو شکایتونه راځي، اکثره د ښځو خاوند یا د سخرګنې له نورو غړو سره جګړه وشي یا خاوند یې ووهي. يو کېس موږ ته راغلی وو چې یوه ښځه خپل خاوند، خواښې او ایندرور وهلې وه او پر هغې ماشوم پورې «امېدواوره، حامله« وو او د وهلو له وجې یې ماشوم ضایع شو. نو موږ د هغه زنانه د کېس تفتیش وکړو او خاوند مو یې په حوالات کې واچلولو، ایف ای ار مو هم پرې وکړ او بیا مو جیل ته ولیږلو»

د دې ښځینه شکایتي مرکزونو اهلکارانو لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت د کمپیوټر زده کړو انتظام هم کړی دی. د پولیس یوه اهلکاره نادیه وایي:

،،کوم شکایتونه چې موږ ته راشی نو موږ يې خپله په کمپیوټر کې ریکارډوو او د کار لیسټونه هم جوړولی شو،،

د دې درې نمونيي شکایتي مرکزونو په علاقو کې، اعتبار نومي پروګرام د ښځو قانوني او هغوی په خپلو حقونو اګاهکولو لپاره هم کار کوي چې څنګه او په کومه ‌‌طریقه دوی شکایتي مرکزونو ته رسایي ولري او خپل شکایت وړاندې کړي.

تر اعتبار پروګرام لاندې د علاقې په سطح د ښځو رهنمایي کونکې رفعت نعیم وایي:

«زه خپل ګاونډ کې ناسته وم نو يوه ښځه راغله او راته يې اوویل چې زما له خور سره ډېر زیاتی کېږي، زما د خور خاوند هغه په چاړه وهي، تیل يې پرې هم اچولې ول، نو ما ورته وویل چې تاڼې ته ولاړه شه، نو راته یې وویل چې زه خو وېرېږم، ما بیا د ګلبهار تاڼې د ښځو شکایتي مرکز مرستیال سب انسپکټر مغیث منیر ته ټیلی فون وکړ، هغې ورته ویل چې راشه، نو ایف ایې ار یې ورته درج کړو. پولیسو د هغې خاوند راوستو، د هغې خاوند بیا ورستو توبه واېستله او اوس هغوی ښه ژوند تېروي»

د اعتبار پروګرام د پولیسو پروژې مشرې عایشه دراني مشال راډیو ته وویل چې اعتبار نومی دا پروګرام به تر ۲۰۱۶ م کال پورې د خېبر پښتونخوا له پولیس محکمې سره کار کوي.

دې وویل چې څږ کال دوي پېښور تاڼو کې دا يونټې شروع کوی او راروان کال کې دوي د خېبر پښتونخوا نورو ضلعو کې هم پلان لري.

دا وایي، «موږ یو سروې کړې وه او د دې ضرورت محسوس شو چې ښځو لپاراه بیل یونټې جوړې کړې شی، خېبر پښتنوخوا کې هسې هم داسې حالات دي او ټولنه داسۍ ده چې ښځې تاڼو ته نه ځي ، نو زموږ سوچ دا وو چې زنانه پولیس اهلکارانې د ښځو لپاره کار اوکړې نو کیداې شی چې تاڼو پورې ښځو ته رسایې اوشی، موږ دا پروجه حکومت په مرسته شروع کړیده ، هر کار حکومت سره کوو»

په تاڼو کې زنانه شکایتي یونټو کارکردګې په اړه د خېبر پښتونخوا داخله سیکرټري اختر علي شاه مشال راډيو ته وویل چې د دوی کوشش وو چې په تاڼو کې داسې یونټې جوړې کړې چې ښځې بې له څه نفسیاتي دباو هلته ورشي.

«مخکې زنانه پولیس تاڼې جوړې شوېدې چې یوه په پېښور کې ده او بله په ایبټ اباد کې، د هغې تجربې موږ ته دا وښودله چې دا لرې دي، دا مشکله وه چې د نتیا ګلې زنانه دې ایبټ اباد ته ولاړه شي او د بډه بیرې پولیس لاین ته، نو موږ فیصله وکړه چې دا یونټې جوړې کړو چې زنانه بغیر د څه مسلې دغه مرکزونو ته ورشي»

د خېبر پښتونخوا داخله سیکرېټري په وینا چې تراوسه پورې د دې شکایتي یونټو په اړه مثبته رپورټونه راروان دي او زنانه هم اوس دې شکایتي یونټو ته ځي نو خېبر پښتونخوا حکومت پروګرام لري چې نورو ضلعو کې هم داسې شکایتي مرکزونه جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG