د پاکستان حکومت چې کله هم په قبايلي سيمو او د خيبر پښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کي پوځي عمليات پيل کړي نو وروسته بيا د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره تفريحي پروګرامونه جوړوي. حکومت د دې ډول پروګرامونو هدف د بې کوره کړل شوو خلکو نفسياتي کيفيت ښه کول يادوي. د چارشنبې په ورځ هم د پاکستان د کریکټ وتلی لوبغاړی شاهد اپرېدی د خيبر پښتونخوا بنو ښار ته ولاړ او هلته يې د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره يوه لوبه وکړه. خو پوښتنه دا ده چې حکومت ته د بې کوره کړل شوو خلکو ستونزو ته زياته پاملرنه اړول وي او که د هغوی لپاره تفريحي پروګرامونو جوړول ته؟ په دې اړه عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.
له تېرو څو ورځو راهیسې د کرفیو او لارو بندېدو باوجود له باړې تر پیښوره د بټه تل پر لاره په سلګونه خلک راروان دي او خپل کورونه یې پرېښي دي.
نن په متحده عرب اماراتو کې د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ویاړ جشن کېږي. د غونډې او جشن منتظم نظار یوسفزي مشال راډيو ته وویل، غونډه نن ماښام د عرب اماراتو پر وخت نهه بجې د شارجې په کلتوري مرکز کې کېږي چې پکې به په اماراتو کې د ټولو ادبي، خېر ښېګڼو او ولسي ټولنو غړي او هلته مېشت پښتانه برخه اخلي. یوسفزی زیاتوي، د غونډې او جشن موخه نړۍ ته دا پیغام ورکول دي چې پښتانه سوله ییز خلک دي. په دې غونډه کې به د ملالې یوسفزۍ د هلو ځلو په ویاړ مقالې او نظمونه اورول کېږي.
د هندو مذهب دیوالي د رڼاګانو جشن بلل کېږي، چې دوی یې هرکال په مني کې لمانځي. د هندو عقیدې له مخې، دوی د دیوالي خوشالې ځکه لمانځي چې دا د تیارو لپاره رڼا، د جهالت لپاره علم او د مایوسۍ لپاره امید دی.
حزب الله د کوټې يو رکشه چلوونکی ځوان دی، وايي، له تېر يوه کال راهیسې په کوټه کې رکشه چلوي او په دې موده کې يې هېڅ يو داسې هم لیدلی نه دی، چې د پياده خلکو لپاره دي جلا لار وي
په تاندې هیلې خپرونه کې د خېبر پښتونخوا له صوابۍ سره تعلق لرونکې لیکوالې، شاعرې او استاذې کلثوم زېب سره خبرې کوو. نوموړې یوه سیاسي فعاله هم ده او له پاکستان پیپلز ګوند سره یې تړاو دی. دا وایي اوس هم پښتنو نجونو ته د تعلیم حاصولو په لاره کې ګڼ مشکلات جوړ وي. کوربنه: فرخنده اسد
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا هم وویل چې هېڅوک نه غواړي یو بل نسل د ساړه جنګ په روحیې واړوي.
کېلاش ستیارتي د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په يوه ځانګړي مرکه کې وويل چې د جايزې ګټلو خبر له اورېدو سره يې د نړی ځپل شوي ماشومان سترګو ته ودرېدل.
کله چې ملاله یوسفزۍ د امریکا ازادۍ تمغې منتظیمینو هغه د دې جایزې لپاره چڼ کوله، نو په هغه وخت دوی ته نه وه مالومه چې دا به د نوبېل امن جایزه هم وګټي.
په سروه خپرونه کې مو د پښتنه لیکواله، شاعره، د بشري حقونو مبارزه، څېړونکې، امیتاز تمغه وړونکې او د پښتو اکاډمۍ پخوانۍ مشره پروفېسر سلما شاهین مېلمنه. سلمه شاهین د مردان ضلعې له بغدادۍ سیمې ده. هغې په پښتو ژبه کې تر ماسټرۍ او پي اېچ ډي پورې لوړې زدهکړې کړې دي. نوموړې د پښتو پر ادبیاتو، کلتور او دودونو نژدې اتلس قیمتي کتابونه لیکلي. چې په هغو کې روهي سندرې. پښتو ټپې، شعري مجموعې«راوېل، زه هم هاغسې وړه وای، نوی سحر«سهار»، اباسین د تاریخ په ایینه کې. کاڼي او ازغي، که رڼا شوه، او داسې نور....
شهزاده ذوالفقار وايي تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې کېدی شي په بلوچستان کې له روان حالاتو ځینې نړيوال قوتونه ګټه پورته کړي او دارنګ سني شیيعه فسادات راپورته کړي
د پېښور پر رینګ سړک د خېبر اېجنسۍ باړې سیمې قومي او سیاسي مشرانو په تیرا او باړه کې د پوځي عملیاتو په باب یوه غونډه وکړه. دوی غوښتنه کوله چې امنیتي ځواکونه دې په باړه کې سمدستي د توپو ویشتل ودروي. او د باړې او پیښور ترمنځ غځېدلې لاره دې پرانیزي. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري راپور
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته