په بلوچستان کې د لادرکه کړل شویو بلوڅانو د حقونو لپاره کارکونکی قدیر بلوڅ وايي چې په صوبه کې شاوخوا ۳۵۰۰۰ کسان تر اوسه لادرکه دي خو د پاکستان حکومت دا شمیرې ردوي.
په دې ورستیو کې د پاکستان په سینیټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او ټیلي کمیونیکېشن د ذیلي کمیټۍ یوې غونډې ته ویل شوي چې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د انټرنیټ د سهولت خورولو لپاره له ایښودل شوي فنډ نه پنځوس کروړه روپۍ اخیستل شوي او د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې پرې د لوبو یو مېدان جوړ کړی شوی دی.
د کوټې په لوی روغتون کې د ۲۰۱۶ م کال په اتم اګست یوه ځانمرګي برید د ۵۶ وکیلانو او دوو (۲) خبریالانو په ګډون ۷۴ کسان وژ ل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات کسان چې په هغو کې هم ډېری وکیلان ول ژوبل شوي ول.
د بلوڅ خپلواکي غوښتونکې ډلې (بلوڅ لیبرېشن ارمي) ویاند دورستي د پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی دی او عرب شېخانو ته یې خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې دې له ښکارکولو لاس واخلي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان دې د نړۍ او د هېواد له قوانینو سره سم، افغان کډوالو ته د هغوی حقونه ورکړي. ده له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، افغان کډوالو ته دې کارډونه ورکړي او نه دې ځوروي. ده وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید ورته شهریت ورکړل شي
د بلوچستان په تربت ښار کې د یوه بلوڅ ملتپالي ګوند نېشنل پارټۍ پر دفتر د دوشنبې ورځ تر غرمې مخکې د ناڅرګندو کسانو په یوه لاسي-بم برید کې د دغه ګوند اووه کارکنان ټپیان شوي دي چې پکې دوه یې سخت ژوبل دي.
نن (دوشنبه) په پاکستان کې د اسلام پیغمبر محمد (ص) د زېږون په مناسبت غونډې او لاریونونه روان دي. د عید میلاد النبي په مناسبت د هېواد پلازمېنې په ګډون د بېلا بېلو غونډو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. په غونډو کې د پیغمبر ژوند او د هغه لارښوونو په اړه ویناګانې کېږي او نعتونه ویل کېږي. ویډیو وګورئ.
په کوټه کې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ له باران سره موسم سوړ شو خو ورسره سم د ښار خلکو د ماهیانو اخیستو او خوړلو ته مخه کړه. له دې سره د کبانو بیې هم څو چنده لوړې شوې. خو د یخ له راتګ سره کورونو ته ګیس کم شوی دی او خلک وايي، د دې له کبله له مشکل سره مخامخ دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د بشري حقونو ډلې وايي چې د بلوچستان د چارواکو لخوا په دغه صوبه کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره شوې ژمنې عملي شوي نه دي.
تر دې وړاندې د پېښور ، اسلام اباد ، لاهور او سیند های کورټ هم دې ته ورته امر کړی وو.
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر وايي د اګست په اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون او په څلورویشتم اکتوبر د کوټې پر روزنیز مرکز د بریدونو سرغنه یې له خپلو ملګرو سره یوځای په یوه نښته کې وژلي دي.
د کوټې سوکوهونکي محمد وسیم په جنوبي کوریا کې د سیالۍ ګټلو وروسته کور ته ستون شوی دی. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ کوټې ته په رسېدو، د نوموړي ښه راغلاست ته ګڼ مینه وال، خپلوان او د کورنۍ غړي ولاړ ول. وسیم وايي، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې خو ده خپل زیار ته دوام ورکړ او سیالي یې وګټله. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته