د لاسرسي ځای

تازه خبر

'چودري نثار دې د کوټې اتم اګست پېښې راپور نه لانجمنوي'


د اتم اګست پېښې قرباني وکیلان

د بلوچستان وکیلانو د کوټې په لوی روغتون کې د ۲۰۱۶ کال د ۸ اګست خونړي ځانمرګي برید د پلټنو لپاره د ګمارلي کمېشن پر راپور د پاکستان وفاقي حکومت کورنيو چارو وزیر چودري نثار علي خان او د صوبايي وزیرانو هغه بیانونه په سختو ټکیو غندلي او وايي چې په دغه ډول څرګندونو دوی د کمېشن راپور لانجمنولو هڅه کوي. وکیلانو غوښتنه وکړه چې دغه وزیران دې سمدلاسه له خپلو دندو استعفا وکړي.

د بلوچستان های کورټ وکیلانو اتحادیې مشرانو او غړیو بېګا ماښام په کوټه کې یوه ویډیو خبري کانفرنس ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د اتم اګست (۲۰۱۶) پېښې پلټنو لپاره د پاکستان سترې محکمې (سپریم کورټ) د جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ د یو کسیزه کمېشن راپور چې په ۱۱۰ پاڼو مشتمل دی په لومړي ځل ولس ته وړاندې کړل شو خو له بده مرغه د پاکستان وفاقي اوصوبايي وزیران د خپلځان سمولو او اصلاح کولو پرخای پر راپور د نیوکیو کولو لړۍ پیل کړې ده.

د کوټې هسپتال تر برید وروسته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

د بلوچستان های کورټ بار اسوسییېشن جنرل سېکرېټري نصیب الله ترین اېډوکېټ وویل له بده مرغه د پاکستان ذمه واره ادارې او د ریاست ستنې خپلې دندې او فرایض په سمه توګه نه دي ترسره کړي. د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر چودري نثار علي خاناو د بلوچستان کورنیو چارو صوبايي وزیر سرفراز بګټي پرځای د دې چې د چیف جسټس قاضي عیسا د راپور ستاینه کړې وی او د خپلو ادارو اصلاح یې کړې وی خو هغوی نیوکې ورباندې پیل کړې او د رپوټ لانجمنولو هڅې کوي.

دبلوچستان بار کونسل غړی منیر کاکړاېډوکېټ د قاضي عیسا راپور حمایت وکړ او د هېواد پر وکیلانو یې غږ وکړ چې د انصاف ترلاسه کولو لپاره دې سره یوموټي شي. دی وايي (د سپریم کورټ دا ړومبی کمېشن دی چې خپل راپور یې ولس ته په ډاګه کړ او په امنیتي برخه کې د پاکستاني ریاست او حکومت نیمګړتیاوې په ګوته کړې. همدا هغه راپور دی چې د پاکستان ریاست او حکومت ته یې د خپل راتلونکې جوړولو کړنلاره ښودلې. او دا د پاکستان دولت لپاره یوه ډېره نادره موقع ده چې ګټه ترې پورته کړل شي. او که بیا بیا د کوټې اتم اګست غوندې پېښې تکرارېږي بیا خو د دغه ملک د جوړېدو هېڅ امکان نشته.)

یادونې وړده چې د کوټې اتم اګست (۲۰۱۶) د ځانمرګي برید په اړه به په پاکستان سپریم کورټ کې راتلونکې اورېدنه د جنورۍپر ۱۹ مه نېټه کېږي. په هغه پېښه کې د ۵۶ وکیلانو او دوو (۲) خبریالانو په ګډون ۷۴ کسان وژ ل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات کسان چې په هغو کې هم ډېری وکیلان ول ژوبل شوي ول.

یادګېرنه: د پنجشنبې ورځې په ماښام ویډیو خبري کنفرانس د بلوچستان وکیلانو اتحادیې صدر عبد الغني اېډوکېټ، جنرل سېکرېټري نصیب الله ترین اېډوکیټ، د بلوچستان بار اسوسییېشن صدر آصف رېکي اېډوکېټ د بلوچستان بار کونسل غړي منیراحمد کاکړاېډوکیټ او نادر چګرياېډوکیټ کړی وو.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په کواټ کې آسلوبې او نورې سیالۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG