دا څرګندونې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرا یوسف د جمعې په ورځ ناوخته په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته وکړې.
پېښه د کوټې پر فاطمه جناح سړک داسې شوې چې لومړی وسله والو د ټریفېک پولیسو سرتېری په ډزو ژوبل کړ. تر دې وروسته چې د پېښې ځای ته سرحدي سرتېري ورسېدل نو وسله والو پر هغوی هم ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري او یو لاروی ژوبل شول.
په بلوچستان کې له تېرو یوڅو مياشتو راهیسې د ترهګرۍ لويې پېښې رامنځ ته شوې، چې پکې په کوټه کې پر وکيلانو، پر پوليس روزنیز مرکز او په خضدار ضلعه کې پر يو مزار ځانمرګي بريدونه شامل دي.
په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې چې د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په پروژو کې دې له باجوړه تر وزيرستانه لويه لاره جوړه کړل شي.
ویاند انوارالحق کاکړ مشال راډيو ته وویل، د خضدار په تحصیل سارونه کې پولیسو د ناڅرګند کسانو پرضد مقدمه هم درج کړې ده.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په ګوادر کې د بندر پرانیستو غونډې ته په وینا کې نواز شریف وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې ((د افغان وروڼو لپاره مرکزي لار)) پراخوي چې به ((له قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او چمنه تېرېږي.))
په وژل شويو او ټپيانو کې زيات شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې روغتونونو ته د رسولو لپاره يې د اېدي مرستندويې ادارې او حکومتي روغتونونو اېمبولانسونه د پېښې ځاى ته څو ساعته په ځنډ ور ورسېدل. د پېښې سيمه له کراچۍ ښاره د شاوخوا ۱۰۰ کيلوميټره په فاصله دى
د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزير د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر معامله د خېبر پښتونخوا حکومت عدالت ته تللو باندې خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې بهرنۍ سرمايه كاري په عدالتي كاروایانو نه ترلاسه کېږي.
د سېنېټ قایمه کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي دي که په پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ کې له پښتون مېشتو سيمو تېريدونکې غربي لار شامله وي نو ورته دې وښايې او که چېرې دغه لار وجود نه لري نو بیا دې په رسنیو کې د دې لارې په اړه له اشتهارونو خپرولو ډډه وکړي.
د بلوچستان په ساحلي سیمه ګډاني کې د یوې سمندري بېړۍ د ماتولو او کباړولو پر مهال د اور لګېدو په پېښه کې د مړیو شمېره ۱۷ تنو ته ختلې ده او ۵۰ نور ژوبل دي.
د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پر پوليس روزنيز مرکز په بريد کې د ژوبلو کسانو ليدو وروسته له رسنيو سره په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پرضد د وفاقي حکومت پر هڅو شک وښود.
نقيب الله مزدروان کورونو ته ولېږل، په کوټه کې يې د پوليسو وردۍ راځوړنده کړه، نور سامانونه يې کښېښودل او دروازې ته يې تاله واچوله.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته