تر دې وړاندې د پېښور ، اسلام اباد ، لاهور او سیند های کورټ هم دې ته ورته امر کړی وو.
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر وايي د اګست په اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون او په څلورویشتم اکتوبر د کوټې پر روزنیز مرکز د بریدونو سرغنه یې له خپلو ملګرو سره یوځای په یوه نښته کې وژلي دي.
د کوټې سوکوهونکي محمد وسیم په جنوبي کوریا کې د سیالۍ ګټلو وروسته کور ته ستون شوی دی. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ کوټې ته په رسېدو، د نوموړي ښه راغلاست ته ګڼ مینه وال، خپلوان او د کورنۍ غړي ولاړ ول. وسیم وايي، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې خو ده خپل زیار ته دوام ورکړ او سیالي یې وګټله. ویډیويي رپورټ.
د پښتونخوا معپ مشر محمود خان اڅکزي د غونډې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل چې له افغانستان سره د روغې پرته نه پاکستان او نه دا سیمه د پرمختګ پر لور تللی شي.
عبیدالله جان بابت وویل چې د دې لپاره یې د پیټرولیم او قدرتي سرچینو له وفاقي وزیر جام کمال خان سره لیده کاته کړي وو او هغه ته یې په خپله سیمه کې د ګېس د اړتیا او د خلکو د غوښتنې په اړه ویلي وو.
دا څرګندونې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرا یوسف د جمعې په ورځ ناوخته په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته وکړې.
پېښه د کوټې پر فاطمه جناح سړک داسې شوې چې لومړی وسله والو د ټریفېک پولیسو سرتېری په ډزو ژوبل کړ. تر دې وروسته چې د پېښې ځای ته سرحدي سرتېري ورسېدل نو وسله والو پر هغوی هم ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري او یو لاروی ژوبل شول.
په بلوچستان کې له تېرو یوڅو مياشتو راهیسې د ترهګرۍ لويې پېښې رامنځ ته شوې، چې پکې په کوټه کې پر وکيلانو، پر پوليس روزنیز مرکز او په خضدار ضلعه کې پر يو مزار ځانمرګي بريدونه شامل دي.
په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې چې د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په پروژو کې دې له باجوړه تر وزيرستانه لويه لاره جوړه کړل شي.
ویاند انوارالحق کاکړ مشال راډيو ته وویل، د خضدار په تحصیل سارونه کې پولیسو د ناڅرګند کسانو پرضد مقدمه هم درج کړې ده.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په ګوادر کې د بندر پرانیستو غونډې ته په وینا کې نواز شریف وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې ((د افغان وروڼو لپاره مرکزي لار)) پراخوي چې به ((له قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او چمنه تېرېږي.))
په وژل شويو او ټپيانو کې زيات شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې روغتونونو ته د رسولو لپاره يې د اېدي مرستندويې ادارې او حکومتي روغتونونو اېمبولانسونه د پېښې ځاى ته څو ساعته په ځنډ ور ورسېدل. د پېښې سيمه له کراچۍ ښاره د شاوخوا ۱۰۰ کيلوميټره په فاصله دى
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته