د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سترې محکمې د ترک ښوونکو اېستل وځنډول


پاک ترک ښوونځی

تر دې وړاندې د پېښور ، اسلام اباد ، لاهور او سیند های کورټ هم دې ته ورته امر کړی وو.

کوټه: د بلوچستان سترې محکمې د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري هغه حکم ځنډولی دی چې د ترکي ښوونکي دې په ټاکل شوي وخت کې له دې ملکه ووځي.

عدالت په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته ویلي چې عدالت ته دې حاضر شي په دې اړه دې عدالت ته ځواب وړاندې کړي.

د بلوچستان د سترې محکمې مشر قاضي جسټس محمد انور مسکانزي او جسټس محمد نعیم اختر افغان امر کړی چې د کورنیو چارو وزارت دې د دسمبر په وروستۍ اونۍ کې خپل ځواب وړاندې کړي.

د بلوچستان سترې محکمې دا ګام د سېشنبې په ورځ له هغه وروسته اخیستی چې په پاک ترک ښوونځیو کې د زده کوونکو یو شمېر مور او پلار یاد عدالت ته درخواست ورکړی.

د درخواست ورکونکو له لوري وکیل نادر چلګري ایډوکیټ عدالت ته وویل چې دا یو بشري مسله ده هغه ځکه چې دې ترک ښوونکو په سلګونه زده کوونکو ته درسونه ورکول.

په بلوچستان کې د پاک ترک په دروښوونځیو کې د شلو ترک ښوونکو تر څارنه لاندې تر ۱۴ سوه زیات زده کوونکي درسونه لولي.

تر دې وړاندې د پېښور ، اسلام اباد ، لاهور او سیند های کورټ هم دې ته ورته امر کړی وو.

د پاکستان د کورنیو چارو ورزات دې ملک ته د ترکي د ولسمشر رجب طیب اردغان تر سفر وروسته اعلان کړی وو چې دا ترک ښوونکي دې له پاکستانه ووځي.

د ترکي حکومت تور پورې کړی چې دا ښوونځي په امریکا کې له مېشت ترکي عالم فتح الله ګلن پورې اړه لري خو د یادو ښوونځیو استادان دا خبره نه مني.

دا له هغه وروسته ده چې په ترکي کې د ۲۰۱۶م کال په جولايي کې د رجیب طیب اردوغان پر حکومت د کودتا ناکامه هڅه وشوه او هغه یې تور پر فتح الله ګلن پورې کړ کوم چې هغه رد کړ.

XS
SM
MD
LG