د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پښين کې وژل شوي وسله وال د کوټې خونړیو پېښو کې ککړ ول'


د بلوچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتی
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتی

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر وايي د اګست په اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون او په څلورویشتم اکتوبر د کوټې پر روزنیز مرکز د بریدونو سرغنه یې له خپلو ملګرو سره یوځای په یوه نښته کې وژلي دي.

دا پېښه د یکشنبې ورځ د پښین ولسوالۍ (ضلعې) د حرمزو سیدانو په یوه کلي کې رامنځ ته شوې وه چې د امنیتي ځواکونو په ادعا له هغه ځایه یې درنه وسله او باروت هم ترلاسه کړي دي.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په پښین کې وژل شوي وسله وال د اګست په اتمه نېټه (۲۰۱۶) د سیویل هسپتال د ځانمرګې برید او بیا پر څلورویشتمه نېټه (۲۰۱۶) پر سریاب سړک پر پولیس روزنیز مرکز په بریدونو کې ښکېل ول.

د کوټې سیویل هسپتال کې پر وکیلانو ځانمرګی برید: ۸م اګست ۲۰۱۶
د کوټې سیویل هسپتال کې پر وکیلانو ځانمرګی برید: ۸م اګست ۲۰۱۶

نوموړي وویل، چې د پاکستان یوې استخباراتي ادارې په مرسته یې د مشکوکو وسله والو پرضد په پښین کې عملیات وکړل چې د ګل/دوشنبې شپې له درو بجو د سهار تر لمر خاته یې دوام درلود. نوموړي وویل چې له وسله والو سره په نښته کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي چې یو پکې یو سخت ژوبل دی. بګټي وویل چې د نښتې مهال یې یو مشکوک کس هم نیولی دی او له هغه څخه پلټنې کوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې په وژل شویو پنځو وسله والو کې یو جهانګیر بادینی نومېده چې د یوې ناقانونه وسله والې ډلې مشر کمندان وو او په کوټه کې د دوو خونړیو پېښو سرغنه هم وو.

سرفراز بګټې زیاته کړه چې د دې ترڅنګ دغه وسله وال کسان په سبزل سړک د درو سرحدي عسکرو او په کیرانې سړک له هزاره قبیلې سره تړاو لرونکیو څلورو مېرمنو په وژنو کې هم تورن وو.

کوټه: په یو بس کې څلور هزار مېرمنې وژل شوې وې
کوټه: په یو بس کې څلور هزار مېرمنې وژل شوې وې

دکورنیو چارو وزیر وویل د پېښې له ځایه یې څلور دانې خودکش جېکټان، له ۳۰تر۴۰کیلو ګرامو پورې باروت او نوره درنه وسله هم ترلاسه کړې ده.

سرفراز بګټي خبریالانو ته دا هم وویل چې د اتم اګست په پېښه کې د لاسلرونکي ځانمرګي بریدګر ډي اېن اې ټېسټ یې کړی چې د کوټې د دیبې کلي اوسېدونکی وو او احمد علي نومېدلو.

دیادونې وړده د اګست په اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون کې [سیویل هسپتال] په ځانمرګي برید کې د ۵۴ وکیلانو او دوو خبریالانو په ګډون ۷۳ کسان وژل شوي وو.

په هغه ورځ تر هغې پېښې لږ وړاندې د بلوچستان وکیلانو اتحادیې مشر بلال انور کاسی په هدفي برید کې وژل شوی وو چې کله د هغه مړی روغتون ته یووړل شو نو هلته په راټولو وکیلانو ځانمرګی برید شوی وو.

د لا کالج پرنسیپل نصرالله اڅکزی
د لا کالج پرنسیپل نصرالله اڅکزی

تر دې یوڅو میاشتې مخکې د لاء کالج پرنسیپل نصرالله اڅکزی هم په هدفي برید کې وژل شوي ول.

بیا د اکتوبر په څلورویشته نېټه کوټه کې پر پولیس روزنیز مرکز د وسله والو کسانو په ډله ییز برید کې ۶۲ نوي روزونکي پولیسوال او درې تنه وسله وال وژ ل شوي ول.

په ۲۴م اکتوبر د کوټې پولیس روزنیز مرکز باندې ډله ییز وسله وال برید شوی
په ۲۴م اکتوبر د کوټې پولیس روزنیز مرکز باندې ډله ییز وسله وال برید شوی

XS
SM
MD
LG