د لاسرسي ځای

ماماقدیر: بلوچستان کې لا هم زرګونه کسان ترۍ تم دي


ماماقدیر، د ورکو بلوڅو د لټون لپاره تنظیم جوړ کړی

په بلوچستان کې د لادرکه کړل شویو بلوڅانو د حقونو لپاره کارکونکی قدیر بلوڅ وايي چې په صوبه کې شاوخوا ۳۵۰۰۰ کسان تر اوسه لادرکه دي خو د پاکستان حکومت دا شمیرې ردوي.

قدیر بلوڅ وايي، دوی د پاکستان حکومت ته د ټولو لادرکه شوو کسانو د نومونو فهرست ورکړی دی خو د هغې باوجود حکومت د لادرکه کسانو شمیرې کمې یادوي.

« زه له تېرو درېو میاشتو راهیسي په کراچۍ کې د ورکو بلوڅانو لپاره په احتجاج ناست یم، خو د افسوس خبره ده چې تر اوسه راسره یو حکومتي چارواکي هم ونه لیدل. د ۳۵۰۰۰ لادرکه کسانو د نومونو فهرست مې د بخښنې نړیوال سازمان ، ملګرو ملتونو او د نورو بشري حقونو ادارو ته ورکړی دی، شاوخوا هر ورځ موږ ته داسې جسدونه ترلاسه کیږي چې پری تشدد شوی وي. »

د تېر ګل په ورځ د لادرکه کړل شوو کسانو د پلټنو لپاره د کمیشن مشر جاوید اقبال د سینټ سټینډینګ کمیټۍ غونډې ته ویلي وو چې په پاکستان کې یوازې ۹۶ کسان لادرکه دي او که چیرته په دومره لوی شمېر کې خلک لادرکه وي نو د ورکو بلوڅانو لپاره کارکونکو ورته د نومونو فهرست ولې ندی ورکړی؟

دغسي په ۲۰۱۲م کال کې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړی کاري ډلې په راپور کې ویلي وو چې د صوبايي حکومت تر مخه په بلوچستان کې سل کسان لادرکه دي.

دا چې په بلوچستان کې د بشري حقونو ادارې د لادرکه کسانو د شمیرو په اړه حقایق څنګه راټولوي؟

د بلوچستان خلک د ورکو عزیزانو د خلاصون لپاره احتجاج کوي
د بلوچستان خلک د ورکو عزیزانو د خلاصون لپاره احتجاج کوي

په بلوچستان د بشري حقونو کمېشن مشر طاهر حسین وايي، دوی د لادرکه کسانو د کره شمېرو او مالوماتو لپاره یوه جلا څنګه خلاصه کړې ده. نوموړی زیاتوي، له دوی سره تر اوسه د اویاوو لادرکه کړل شویو کسانو نومونه درج شوي دي.

« له موږ سره د اویاوو کسانو نومونه رپورټ شوي دي خو چې کومې شمیرې د ورکو بلوڅانو لپاره کارکونکي یادوي، هغه شمیرې جلا دي. موږ په خپل دفتر کې د ورکو بلوڅانو لپاره یوه څانګړي څانګه خلاصه کړې ده، هلته موږ د ورکو بلوڅانو په اړه د هغوی خپل په فارم کې ټول مالومات ولیکي. د مالوماتو تر لاسه کولو وروسته بیا زموږ اداره د ورک تن په اړه جزیات څرګند کړي.»

بلخوا په بلوچستان کې یو ځايي کارپوه محمد علي تالپور وايي، په بلوچستان کې د لادرکه کړل شوو کسانو په اړه د حکومتي چارواکو د ناسمو او ګډووډو بیانونو له وجې پر حکومت اعتبار نشي کیدای.

« د پاکستان حکومتونه تل بې باوره پاتې شوې دي، دوی هغه خبرې کوي چې کومې ورته مناسبې ښکاري. څه موده وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له ماما قدیر سره په ملاقات کې ویلي وو چې موږ ته د ۷۲۶ کسانو مالومات راغلې دي او ډير ژر به خوشي کړل شي. دغسي په ۲۰۰۵ م کال کې د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب شيرپاو ویلي وو چې له موږ سره څلور زره کسان بندي دي. د دې کال په پیل کې د بلوچستان د کورنیو چارو سیکتر ویلي وو چې ۱۲۰۰۰ کسان لادرکه دي نو هغه کسان او شمیرې چرته لاړی . په یوه هېواد کې چې دومره زیاتی وي، خلک اوچت کړل شي او ایف ايي ار هم څوک درج کولې نشي نو هلته به څوک د لادرکه تن څه ریکارډ وساتي؟»

د لادرکه کړل شویو کسانو د پلټنو لپاره د کمیشن مشر ویلي، د صوبو د همکارۍ او د فنډونو د کمي باوجود هم په تېرو پنځو کلونو کې د شاوخوا ۲۴۰۰ د پاسه لادرکه کسانو فیصلې شوې دي او د نورو ۱۲۷۶ کسانو اوریدونې دوام لري.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG