د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا او بلوچستان د انټرنیټ بجټ چا وخوړو؟


شاهي سید، په سینټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او کمیونیکېشن د کمیټۍ مشر
شاهي سید، په سینټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او کمیونیکېشن د کمیټۍ مشر

په دې ورستیو کې د پاکستان په سینیټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او ټیلي کمیونیکېشن د ذیلي کمیټۍ یوې غونډې ته ویل شوي چې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د انټرنیټ د سهولت خورولو لپاره له ایښودل شوي فنډ نه پنځوس کروړه روپۍ اخیستل شوي او د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې پرې د لوبو یو مېدان جوړ کړی شوی دی.

​د یادې کمیټۍ د دغې غونډې مشري له خېبرایجنسۍ د سینیټ غړي تاج محمد آفریدي کوله نوموړي په دې اړه مشال رېډیو ته وویل:

(( په دغه غونډه کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ وزارت جواب ورکړو چې دوی ته د دې علم نشته. خو بیا هم مونږ د یاد وزارت نه د دې معاملې د تحقیقاتو غوښتنه کړی او په راتلونکي غونډه کې به د دې خبری تفصیلي جاج اخلو.))

خو د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او ټیلي کمیونیکېشن په کمیټۍ کې د تحریک انصاف غړي سینیټر سید شبلي فرازپه دې اړه مشال رېډیو ته وویل دغه پېسې په وروسته پاتې سیمو کې د انټرنیټ سهولت خورولو لپاره استعمالیږي او په دې بل هیڅ یو کار نشي کیدلی. نوموړي زیاته کړه:

(( د انفارمېشن ټیکنالوژۍ له وزیرې انوشه رحمان نه ما پوښتنه وکړه چې دا پیسې چیرته پرتې وي نو هغې وویل چې دا د وفاقي حکومت په یو مجموعي اکاونټ کې د نورو څانګو له پېسو سره یوځایې پرتې دي. نو په دغې هم ما اعتراض اوکړو چې بیا به د دې حساب څنګه کیږي؟ او دا راز مونږ ټولو غړیو په دې لړ کې له یاد وزراته د لیکل شوي تفصیلي جواب غوښتنه کړی ده.))

بلخوا په یاده کمیټۍ کې د پیپلز ګوند غړې سینیټر روبینه خالد وايي د سینیټ کمیټي مشاروتي کردار لري چې موجوده حکومت یې سفارشاتو ته توجو نه ورکوي:

(( مونږ د دې غوښتنه کړې چې دا پېسې چیرته او په څه کار لګول کیږي خو تراوسه پورې مونږ ته چا څه تسلي بخش جواب را نه کړو. نو د پارلیمان د کمیټیو کردار زیاتره مشاورتي وي خو موجوده حکومت د دغه کمیټۍ سنجیده نه اخلي او مشورو ته یې غوږ نه ږدي.))

خو په سینیټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او ټیلي کمیونیکېشن د کمیټۍ مشر او د عوامي نېشنل ګوند غړي سینیټر شاهي سید وویل د ذیلي کمیټۍ د دغې غونډې د رپورټ انتظار کوي او که دې لړ کې کوم د پام وړ شواهد مخې ته راشي نو دوي به پرې لازمي قانوني ګامونه پورته کوي نوموی وايي:

(( دغه ذیلي کمیټي ما جوړه کړی ده، او په دې اړه مې رپوټونه اوریدلي خو زه انتظار کوم چې دغه کمیټي خپل رپورټ جوړ کړي او زمونږ مرکزي کمیټۍ ته یې وسپاري نو بیا به حقیقت په ډاګه شي. خو اوس مهال زه به دومره ووایم چې که دا رپوټونه رشتیا ثابت شي نو دا معامله به زه وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) او د احتساب ادارې ته حواله کوم))

شاهي سید زیاته کړه دغه پیسې د یونیورسل سروسز فنډ یا نړیوالو سهولتونو برخه ده چې په وروسته پاتې سیمو ته د انټرنیټ او ټیلیفون سهولتونو رسولو لپاره استعمالیږي. که له دې علاوه په بل هرڅه استعمال شوي وي نو بیرته به ترلاسه کول کیږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG