د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د څاړي پر عرب ښکاریانو برید شوی


د بلوچستان په پنجګور سیمه کېبلوڅ خپلواکي غوښتونکيو وسله والو د قطري شهزادګانو پر یوه کاروان چې هلته د څاړو ښکار ته تللي، ډزې کړي.

د پنجګور ډپټي کمېشنر حبیب الرحمان خبریالانو ته وویل پېښه بېګا شپه د کچ تحصیل په لوډي سیمه کې اله رامنځ ته شوې چې د یوه عرب شهزاده سیف بن محمدد ګاډو کاروان له ښکار کولو پس د خپل کېمپ پر لور روان وو.

نوموړي ویلي چې په پېښه کې هېچا ته سر زیان نه دی اوښتی خو د کاروان یو ګاډی زیانمن شوی دی.

حبیب الرحمان ویلي نېږدې پنځه تنه وسله وال چې پر موټر سایکلونو سپاره ول تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي او د سیمې ځايي انتظامیې د ناڅرګندو کسانو پرضد مقدمه لیکلې خو تر دا ګړۍ یې هېڅوک هم د برید په تړاو نه دي نیولي.

د بلوڅ خپلواکي غوښتونکې ډلې (بلوڅ لیبرېشن ارمي) ویاند دورستي د پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی دی او عرب شېخانو ته یې خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې دې له ښکارکولو لاس واخلي.

هلته په کوټه ښار او د صوبې په ځېنو نورو برخو کې د عرب شېخانو پرضد احتجاجي مظاهرې هم شوې دي. دوی وايي چې د څاړو ښکار نه یوازې د ځنګلي مرغانو نسل له منځه وړي بلکې ښکاریان د سیمې کښت کروندو ته هم زیان رسوي.

د عرب ښکاریانو ضد احتجاج
د عرب ښکاریانو ضد احتجاج

د بلوچستان ځنګلاتو وزیر عبیدالله بابت وايي چې قطري شهزادګانو ته د ښکارکولو اجازه په صوبه کې له لاسوهني کمه نه ده.

دی وايي (چې دا عرب شېخان د صوبايي حکومت او د ده د وزارت د اجازې بغیر په صوبه کې ښکار کوي. د بلوچستان هېڅ یو کس بې له ویزې هېڅ یوه عرب هېواد ته نه شي تلی خو دغه خلک دلته بې پوښتنې او اجازې راروان دي. اوس چې دوی له دغه ډول برید سره مخامخ شول نو دا خو په دنیا کې زموږ د صوبې بدنامي ده. زه به په صوبايي کابینه کې دا مسله راپورته کوم. له وزیر اعلا سره به پر دې مسله خبرې کوم چې زموږ د وزارت د اجازې بغیر دلته خلک راځي او ښکار کوي.)

صوبايي وزیر عبیدالله جان بابت
صوبايي وزیر عبیدالله جان بابت

عبدالله بابت خبرداری ورکړ که حکومت دا عمل بند نه کړ نودوی به د صوبې د ځنګلونو او څاړو د تحفظ لپاره د عدالت دروازه وروټکوي.

د یادونې وړده چې د ژمي له راتګ سره سم د روس له سایبېریا څخه په لوی شمېر کې څاړي او زاڼې هند ته تلو مهال د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې پړاو اچوي چې له کبله یې نه یوازې د ملک بلکې د عرب هېوادونو شېخان ښکار کولو ته وروځي.

د عرب ښکاریانو ضد احتجاج
د عرب ښکاریانو ضد احتجاج

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG