د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتيکا کې زلزلې بیا مالي او ځاني زیانونه اړولي دي


په پکتيکا کې د لزلې يو زخمي په روغتون کې (د جولای ۱۸مې تصویر)
په پکتيکا کې د لزلې يو زخمي په روغتون کې (د جولای ۱۸مې تصویر)

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، د جولای په ۱۸مه، مازېګر یو ځل بیا زلزلې د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمدامین حذیفه د جولای په ۱۸مه، مشال راډیو ته وویل د دوی لومړني مالومات ښيي چې په دې زلزله کې لږ تر لږه لس کسان ټپیان شوي او په تېرو زلزلو کې زیانمن شوي کورونه او ابادۍ تر ډېره ویجاړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د زلزلې سیمې ته روغتیاپالان او مرستندویه ډلې رسیدلي دي.

بل لوري ته د خوست چارواکي وايي، د یاد ولایت د سپېرې په ولسوالۍ کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسیدلي دي. د سیمه ایزو سرچینو په حواله، د دوشنبې ورځې مازدیګر مهال د رېښتر په مقیاس ۵،۱ درجه زلزلې د خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو ځینې سیمې ولړزولې.

د ګیانې ولسوالۍ یو اوسیدونکي مولوي نورجان مشال راډيو ته وویل، خلک په انديښنه کې دي او که پوښتنه يې ونشي، نو خلک به اړ شي، چې په ډله ییزه توګه له دې ولسوالۍ بل ځای کډې وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "له ماسپښین وروسته په زلزله کې چې کومې لږې ابادۍ پاتې وې، هغه يې هم ړنګې کړې. د خلکو سره له حده زیات تشویش ملګری شوی دی، د دې خطر دی چې له دې ولسوالۍ مختلفو سیمو ته هجرت وکړ. که د خلکو پوښتنه ونشي، نو ستونزې به يې نورې ډیرې شي، د اوبو نلکۍ يې بندې شوي، ویالې يې ړنګې شوي، کورونه يې ړنګ شوي او زخمیان ورسره شته. "

د خوست د سپېرې ولسوالۍ اوسیدونکو هم وویل چې په دې زلزله کې دوی ته مالي زیان اوړیدلي دي، خو تر اوسه يې د ځاني تلفاتو په اړه مالومات نه دي بشپړ شوي.

د خوست د کډوالو چارو ريیس مولوي احمد وايي، چې د دوی د مالوماتو له مخې په سپیره کې د زلزلې له کبله څلور تنه ټپیان شوي او ۳۳ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

له دې مخکې د جون د ۲۲مې په زلزله کې د پکتیکا په ګیان او برمل کې د پراخو مالي زیانونو سربیره د ځايي چارواکو لخوا د وژل شویو او ټپیانو شیمر دوه نیم زره کسان ښودل شوی وو.

XS
SM
MD
LG