د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي ایمن الظواهري له طالبانو سره "نېږدې" تعلقات لري


د ایمن الظواهري دا انځور د هغه له یوې ویډیويي وینا اخیستل شوی - پخوانی انځور.
د ایمن الظواهري دا انځور د هغه له یوې ویډیويي وینا اخیستل شوی - پخوانی انځور.

ملګرو ملتونو په یوه رپورټ کې ویلي د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري ژوندی دی او هغه وسله واله ډله لا هم له طالبانو سره "نېږدې" او "پیاوړي" تعلقات لري.

د جولای پر ۱۹مه په خپور شوي رپورټ کې راغلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوي.

ظواهري د ۲۰۱۱ز کال په مې میاشت کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د القاعدې ډلې مشر شو. تر دې مخکې د ظواهري د "ناروغۍ" او "مړینې" خبرونه خپاره شوي خو د ملګرو ملتونو په رپورټ کې راغلي چې هغه ژوندی دی او "ازادانه" اړیکې نیسي.

رپورټ همداراز وايي، القاعده یو ځل بیا د نړۍ د ترهګرو شبکو "په تر ټولو ګواښونکې" ډله بدله شوې.

ملګري ملتونه وايي، "د القاعدې غړي د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پاتې دي" او دا هغه سیمه ده چې پکې هغه وسله واله ډله "تاریخي حضور لري."

رپورټ وايي، د ملګرو ملتونو ځینو غړو هېوادونو ویلي چې القاعدې ښايي خپل مهم غړي د افغانستان لویدیز فراه او هرات ولایتونو ته لېږدولي وي. خو په رپورټ کې دا هم لیکل شوي، چې القاعده غواړي د افغانستان په شمال کې یو مرکز جوړ کړي، نوي وسله وال ټول او ډېرې سرچینې پیدا کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو رپورټ رد کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، "د دې ډول ادعاوو لپاره هېڅ دلیل او سند نه‌ شته. اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه، د بل کوم هېواد پر ضد ګټه پورته شي او دې ژمنې ته متعهد دی."

خو د ملګرو ملتونو په رپورټ کې خبرداری شوی چې پر دې سربېره چې القاعده شبکه اوس په ښه موقف کې ده، خو له دې امله په نورو هېوادونو بریدونو ته زړه نه‌ ښه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني تر پوښتنې لاندې را نه‌ شي.

د ملګرو ملتونو د رپورټ پر بنسټ، "نړیوال شرایط د القاعدې لپاره مناسب دي چې غواړي یو ځل بیا د نړیوالې جهادي ډلې د مشرې په توګه وپېژندل شي."

په همدې حال کې طالبانو په بیا بیا په افغانستان کې داعش ډلې ته د ماتې ورکولو دعوې کړې دي، خو د ملګرو ملتونو رپورټ وايي چې هغه ډله لا هم د نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی او توانېدلې له خپلې "وړتیا او غیر متمرکز جوړښت" سره پلان شوې او پېچلې حملې وکړي.

رپورټ زیاتوي، داعش په افغانستان، سوریې، عراق، ترکیې، سومالیا، لیبیا، یمن، د مصر په سینا او د افریقا په چاډ کې نهه سیمه‌ ییز دفترونه پرانيستي دي چې په نړۍ کې خپله وړتیا او تر خوا یې خپل شهرت خوندي وساتي.

XS
SM
MD
LG