د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګریان د ابو مسلم خراساني د زیارت بیارغونې غوښتنه کوي


د ابو مسلم خراساني مزار د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې دی - د جولای ۲۱مې انځور.
د ابو مسلم خراساني مزار د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې دی - د جولای ۲۱مې انځور.

د لوګر اوسېدونکي وايي چې په برکي برک ولسوالۍ کې د ابو مسلم خراساني شاوخوا ۱،۳۰۰ پخوانی زیارت د نړېدو له خطر سره مخامخ دی چې سمدستي باید ورغول شي.

خراساني د عباسي خلافت له بنسټ ایښودونکو یو بلل کېږي چې د تاریخي معلوماتو پر اساس له ۷۴۸ز کال څخه تر ۷۵۵ز کال پورې د خراسان والي وو.

د برکي برک ولسوالۍ د څلوزیو کلي اوسېدونکي فضل الرحیم د جولای پر ۲۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې هغه زیارت د نړېدو په حال کې دی. "غوښتنه مو ده چې دا جوړ شي، احاطه يې وکړي. جومات يې هم د لوېدو په حالت کې دی. په نورو ولایتونو کې لرغوني ابداات تازه جوړ شوي دي، خو دا په هماغه زاړه حالت پاتې دی."

خلک به راتلل، ختمونه به يې کول، اوس دا هېڅ شی نشته. زیارت ړنګ غوندې دی.
ګل نظر

د سیمې بل اوسېدونکی محمد افضل وايي، خلکو خپلې هڅې کړې دې چې د ابو مسلم خراساني زیارت له ړنګېدو وژغوري خو "اساسي جوړول یې له وسه" پوره نه دي.

د ده په وینا، دا د "حکومت دنده" ده چې لرغوني ځایونه جوړ کړي او و یې ساتي.

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د بازیخېلو اوسېدونکی ګل نظر وايي، پخوا به زیارت ته خلک ورتلل خو اوس نه ورځي. "دلته به ښځې راتللې، څو منه اوړه به يې راوړل او پخول به يې. خلک به راتلل، ختمونه به يې کول، اوس دا هېڅ شی نشته. زیارت ړنګ غوندې دی. دې ځای ته به له لیرې لیرې ځایونو سپین ږیري راتلل، ناروغان به راتلل او دلته به يې شپې کولې. اوس هغه شیان بیخي نشته. "

په برکي برک ولسوالۍ کې د ابو مسلم خراساني قبر - د جولای ۲۱مې انځور.
په برکي برک ولسوالۍ کې د ابو مسلم خراساني قبر - د جولای ۲۱مې انځور.

په لوګر کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر مني چې د خراساني زیارت بیارغونې ته اړتیا لري.

رفیع الله صمیم مشال راډیو ته وویل، "اسلامي امارت دې برخې ته کاملاً متوجه دی. امېد دی چې انشاالله د لوګر د ابو مسلم خراساني د تاریخي ابدې تر څنګ نورې ابدې هم ورغول شي او وساتل شي."

صمیم زیاته کړه چې د دوی د وړاندیز پر اساس د اطلاعاتو او فرهنګ چارو وزارت تیار شوی دی چې لوګر ته یوه کاري ډله واستوي چې هلته ټول لرغونې اثار رجسټر کړي او د ساتنې او بیارغونې چارې یې ترسره کړي.

ابو مسلم خراساني د امویانو په پرځېدو او د عباسیانو په واکمنېدو کې پراخه ونډه لرله. نوموړی د عباسیانو له لویو سردارانو او له مهمو قوماندانانو څخه وو. خراساني په فارسي او عربي ژبو برلاسی وو او د فصاحت او بلاغت ستاینه يې کېده.

XS
SM
MD
LG