د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيمروز: د طالبانو او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمينځ نښته شوې


د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې د افغانستان او ايران ترمينځ سرحدي پوله (پخوانی انځور)
د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې د افغانستان او ايران ترمينځ سرحدي پوله (پخوانی انځور)

د افغانستان د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمينځ نښته شوې ده.

د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې نښته پرون ماسپښین (د جولای پر ۱۱مه) وشوه خو د طالبانو د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه‌ لري.

په دې خبرپاڼه کې په عین حال کې ویل شوي چې د غلط فهمۍ له کبله په کنګ ولسوالۍ کې د ډزو تبادله شوې خو وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

له بلې خوا د سیمې یوه اوسېدونکي د امنیتي دلایلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار واخیستل شو. "دا نښته د کنګ ولسوالۍ په درویشوک سیمه کې شوې ده او هلته خلک د مځکې پر سر اختلاف لري. افغانان ادعا لري چې دا مځکې د دوی دي او قباله یې لري او هغوی څو واري کنګ ولسوالۍ ته راغلي چې دا مځکې زموږ دي خو ایرانیان یې نه پرېږدي."

نوموړي زياته کړه چې په دې سیمه کې ایران دېوال جوړ کړی خو په ځینو ځایونو کې یې دروازې ایښې چې ایراني کروندګر ورڅخه د افغانستان خوا ته ولاړ شي او خپلې مځکې وکري او یا یې حاصل یوسي. "په ځینو ساحو کې د مځکو د مالکیت پر سر اختلاف دی او دا مسله د جنجال سبب کېږي."

تر دې وړاندې هم د طالب ځواکونو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمينځ په نیمروز کې څو وسله والې نښتې شوي چې له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

خو د جولای ۱۱مې نښتې د مرګ ژوبلو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

XS
SM
MD
LG