د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا کې سېلاوونو ۶ کسان وژلي، ګڼ کورونه او فصلونه يې زيانمن کړي


په پکتيا ولايت کې بارانونو او سېلاوونو ګڼ کورونه، ویالې، کارېزونه او زرګونه جریبه ځمکې او باغونه زيانمن کړي دي ــ د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۱۴مې انځور
په پکتيا ولايت کې بارانونو او سېلاوونو ګڼ کورونه، ویالې، کارېزونه او زرګونه جریبه ځمکې او باغونه زيانمن کړي دي ــ د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۱۴مې انځور

د افغانستان په جنوب ختيز پکتيا ولايت کې وروستیو بارانونو او سېلاوونو د ولایت د مرکز ګردېز په ګډون په زرمت، ځاځي اریوب، سیدکرم، احمد ابا، جاني خېلو، ډنډ پټان، څمکنیو او نورو ولسوالیو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د رسمي سرچینو له معلوماتو سره سم، په بارانونو او سېلاوونو کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او همدارنګه د خلکو ګڼ کورونه، لارې، ویالې، کارېزونه او زرګونه جریبه ځمکه، باغونه او کرنیز حاصلات له مينځه تللي دي.

د بارانونو، ږلۍ او سېلاوونو زیانمنو د جولای پر ۱۴مه له مشال راډيو سره په خبرو کې له مرستندویه بنسټونو او اړوندو ادارو څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

په پکتيا کې بارانونو، ږليو او سېلاوونو ګڼ فضلونه هم زيانمن شوي دي - د جولای ۱۴مې انځور.
په پکتيا کې بارانونو، ږليو او سېلاوونو ګڼ فضلونه هم زيانمن شوي دي - د جولای ۱۴مې انځور.

د زرمت د پاخه پله کلي اوسېدونکی حاجي مالت خان وايي چې خپله هڅه یې وکړه چې له کورونو او فصلونو اوبه بل لوري ته کړي، خو د ژغورلو "امکان موجود نه وو."

نوموړی زیاتوي، اوبه د کور انګړ او کوټو ته ننوتې نو مجبور شو چې نیمه شپه له کوره ماشومان او څاروي وباسي.

مالت خان له مرستندویه بنسټونو او اړوندو ادارو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي چې سېلاوونو يې د کور ټول توکي او خوراکي شیان خراب کړي دي.

په سېلاوونو کې د پکتیا د نورو خلکو په شان د حاجي خان محمد کور هم زیانمن شوی او فصلونه يې له مينځه تللي دي.

نوموړي وویل، سېلاوونه په خوړونو او ویالو کې نه ځایېدل او د خلکو پر کورونو او فصلونو ورغلل. "فصلونه يې یووړل، د ګاونډیانو چاردېوالي ړنګه شوه، زموږ د کلا دوه طرفه دېوالونه يې هم چپه کړي دي. رود بېخي ډک دی، په رود کې اوبه نه ځايېږي."

پکتيا کې د سېلاوونو اوبه کورونو ته هم ننوتې دي - د جولای ۱۴مې انځور.
پکتيا کې د سېلاوونو اوبه کورونو ته هم ننوتې دي - د جولای ۱۴مې انځور.

بلخوا د پکتیا چارواکي وايي، له یوشمېر زیانمنو کورنیو سره مرستې شوي، خو د زیانونو د کره معلوماتو ورغونډولو لپاره يې د سروې ټیمونه سېلاو ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.

په پکتیا کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر خالقیار احمدزي د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل، د سروې تر بشپړېدو وروسته به له زیانمنو کورنیو سره مرستې وشي. "مرستې شوي دي او سروې هم روانه ده. په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د پېښو د نظم ریاست او د خیریه سازمانونو له خوا سروې پیل شوې او لا هم جریان لري. په زرمت ولسوالۍ کې د سرې میاشتې له خوا د خوراکي توکو او د پوښاک د وسایلو مرسته وشوه. سروې روانه ده چې اړمنې او ځپل شوې کورنۍ په شفاف ډول معلومې او د اړینو توکو مرسته ورسره وشي."

په تېره یوه میاشت کې دا درېيم ځل دی چې سخت ورښت او سېلاوونه په پکتیا کې په لویه کچه زیانونه اړوي.

بلخوا د پکتیا د څنګلوري ولایت لوګر په مرکز او ولسوالیو کې هم بارانونو او سېلاوونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د سرچینو له معلوماتو سره سم، د لوګر مرکز پل علم په ګډون په خروار، برکي برک، څرخ، محمداغې او په ازرې ولسوالیو کې ۲۷سلنه کرل شوې ځمکې تخریب شوې دي.

XS
SM
MD
LG