د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړو ویزو د ورکړې پروسه اسانوي


په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو سره سم لسګونه زره افغانان له هېواده وتلي دي. انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو سره سم لسګونه زره افغانان له هېواده وتلي دي. انځور له ارشيفه

امريکا اعلان کړی چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو "اېس ای وي" د ورکړې په پروسه کې بدلون راولي چې ورسره سم به افغانانو ته د دغو ویزو لپاره د غوښتنلیک سپارلو پروسه نوره هم اسانه شي.

دا اعلان د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو د جولای پر ۱۸مه په یوه ګډه اعلامیه کې کړی او ويلي يې دي چې تر دې وروسته د اېس ای وي غوښتونکي افغانان اړ نه دي چې ډېرې فورمې ډکې کړي بلکې یوازې یوه DS-157 فورمه به ډکوي.‌

په اعلاميه کې راغلي چې د اېس ای وي په پروسه کې چټکوالی له افغان همکارانو سره د امریکا د مرستو ژمنیتا په ډاګه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي، "موږ هغو زرګونو زړورو افغانانو ته ژمن يو چې په تېرو دوو لسیزو کې زموږ سره اوږه پر اوږه درېدلي دي."

خو په اعلاميه کې دا هم راغلي چې د پروسې د چټکوالي ترڅنګ د امریکا د کورني امنیت د خوندیتوب په موخه په هغو "قوي امنیتي څېړنو" کې اسانتيا نه راځي چې د ویزې تر ورکړې وړاندې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې، له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، زیات شمېر افغانان له دې هېواده د وتلو په انتظار دي.

په دوی کې زیات شمېر هغه کسان دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې يې په پوځي او غېر پوځي برخو کې له امریکايي ځواکونو، ملکي او نورو اړوندو ادارو سره په افغانستان کې کار کړی دی.

امريکا دا اعلان تر هغه وروسته کړی چې له افغانستان د دوی د ځواکونو د وتلو شاوخوا يو کال په پوره کېدو دی، خو لا هم يوشمېر هغه افغانان چې له دوی سره يې کار کړی، د اېس ای وي ويزو په ترلاسه کولو کې نه دې بريالي شوي.

یو افغان، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم خپور شي، وايي چې له میاشتو راهیسې د اېس ای وي کېس څېړلو ته انتظار کوي.

نوموړی وايي، څو کاله يې په افغانستان کې له امریکايي پوځيانو سره دنده درلوده او اوس مهال يې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی. "امريکايان ژمنې کوي چې کارونه مو روان دي او موږ له کانګرېس، بهرنیو او دفاع وزارتونو سره په اړیکه کې یو، خو تر اوسه مو کومه ځانګړې پایله نه ده ترلاسه کړې. موږ منتطر یو، دلته چې کومې ستونزې لرو، تر حد زیاتې دي."

په دا وروستيو کې یو شمېر امریکايي چارواکو د رسنیو په یوه ناسته کې ويلي ول چې شاوخوا ۸۰،۰۰۰ افغانان اوسمهال امریکا ته لېږدول شوي او هڅه کوي چې دوی ته د ژوند ضروري امکانات برابر کړي.

دغه امریکايي مقاماتو د نوم د ښودلو پر شرط ویلي چې په دې شمېر کې نېږدې ۷۱ زره افغانانو ته د کار د ورکړې جوازونه هم ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG