د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې سیلابونو ګڼ کسان وژلي او په سلګونو کورونه یې وران کړي دي


په بادغیس ولايت کې بارانونو او سیلابونو وران کړی کور (انځور د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې دی)
په بادغیس ولايت کې بارانونو او سیلابونو وران کړی کور (انځور د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې دی)

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې سيلابونو ګڼ خلک وژلي، په سلګونو کورونه یې وران کړي او زاعتي ځمکې یې ويجاړې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني بېګا د تازه سیلابونو د راوتلو په اړه د جولای په لسمه، ازادي راډیو ته وویل: "د غزني په مرکز کې شپږ کسان شهیدان شوي او پنځه نور زخمیان دي. البته مالي تاوانونه سخت زیات دي. ابتدایي ارقام داسې دي چې ۳۰۰ کورونه بشپړ تخریب شوي او ۱۰۰۰ څخه زیات قسمي ډول تخریب شوي. د میدان وردک په جغتو ولسوالۍ کې هم سخت سیلابونه راوتلي. له نیکه مرغه ځاني تلفات نشته خو تاوان یې ډېر رسولی. د خلکو زراعتي ځمکې او فصلونه ټول اوبو لاندې کړي."

په غزني کې د سلګونه کورونو، دوکانونو او ودانیو په تخریب سربېره یو ورزشي لوبغالی هم چې څو کاله مخکې په یو میلیون ډالرو جوړ شوی سیلابونو وران کړی.

په زابل کې د عامې روغتیا د رییس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په وینا د تېرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې د سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر دېرشو پورې ورسېد او شاوخوا شل تنه نور هم ټپیان شول.

د زابل یوه اوسیدونکي محمد وزیر ازادي راډیو ته وویل چې د شملزو ټول کښتونه اوبو لاندې کړي. هغه زیاته کړه: "سیلابونو کورونه سخت خراب کړي. خلکو ته ډېر تاوان ور رسولی دی. بورونه له اوبو ډک شوي. کښتونه سیلابونو لاندې کړي. دغه یې د کال غنم و او دا نور ټول کر ور خراب کړی دی. خلک په سختو مشکلاتو کې دي."

ځايي چارواکو او خلکو ازادي راډيو ته ويلي چې په تېره اونۍ کې د کندهار په معروف او شاه ولي کوټ کې سیلابونو ۱۶ کسان او تر هغه ور هاخوا په ارزګان کې ۱۷ کسان مړه کړي دي.

د افغانستان هوا پېژندنې ادارې د جولای په لسمه خبرداری ورکړی چې په بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني،کندهار او زابل ولایتونو کی د سیلابونو او ورښتونه د پېښېدو امکان شته.

XS
SM
MD
LG