د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په سېلاوونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې سېلاوونه راغلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي - پخوانی انځور.
د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې سېلاوونه راغلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي - پخوانی انځور.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي، له تېرو درو ورځو راهیسې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د سېلاوونو له امله ۲۵ کسان مړه شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د وزارت یوه چارواکي د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سېلاوونو له امله د تلفاتو شمېر د بدلېدو په حال کې دی او هڅې روانې دي چې اغېزمنو ته مرستې ورسوي.

د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د احمدزیو کلي اوسېدونکی بسم الله وايي، سېلاوونو یې "ټوله شتمني" وړې، کور یې ویجار شوی او په کلي کې یې پینځه کسان اوبو لاهو کړي دي. "څلور یا پینځه موټرې اوبو وړي، پینځه کسان پکې مړه دي. مالي تاوانونه خو مو تر مېلیونونو افغانیو رسېږي، زموږ غنم، درمندان، ځمکې هم اوبو وړي، کورونه مو ویجاړ شوي دي. تر اوسه موږ ته مرستې نه دي رسېدلي، لارې مو بندې دي."

تر دې مخکې، په مې میاشت کې هم سېلاوونو د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یو سېلاو ځپلی عبدالسلام وایي تازه سېلاوونو یې د کورنۍ او کلیوالو کروندې او ټولې اقتصادي سرچینې له منځه وړې دي. "سېلاوونو موږ ته زیات مالي زیانونه رسولي، د خلکو غنم او کروندې چې سر او کال به یې ورته خوارۍ کولې، ټولې یې وړې دي او خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري."

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی او د تعلیم په برخه کې رضا کاره فعال مطیع الله ویسا په سیمه کې دی چې د سېلاوونو حالات له نېږدې څاري، وایي سېلاو ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت چارواکي وایي، د هېواد په اتو ولایتونو غزني، میدان وردګ، کندهار، زابل، ننګرهار،کاپیسا، لغمان، کونړ او نورستان کې سېلاوونو یوشمېر سیمې ځپلې دي.

د وزارت ویاند محمد نسیم حقاني د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې تر دې دمه د سېلاوونو له امله ۲۵ کسان مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

حقاني وویل، ځینو سیمو ته یې مرستې رسولې دي "خو په ځینې پاتې سیمو کې چې لیرې پرتې سیمې دي، ښایي [د جولای پر اتمه] ورته مرستې ورسېږي. په هغو ولایتونو کې مرستندويه موسسې هم شته هغوی سره مو جلسې کړي او غږ مو پرې کړی چې له دغو بېچاره او ځورېدلي ولس سره په دې حساسو شرایطو کې مرستې وکړي."

حقاني دا هم وویل تر دې دمه راوتلو سېلاوونو شاوخوا ۷۰۰ کورونه او ۵۰،۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي او ۲،۰۰۰ څاروي یې هم تلف کړي دي.

خو ځینو سیمه ییزو رسنیو بیا د خلکو د مرګ ژوبلې ارقام زیا ت یادوي. رسنیو ویلي چې د کندهار په شاه ولي کوټ او معروف ولسوالیو کې ۱۶ او په زابل ولایت کې بیا ۲۰ کسان د سېلاوونو له امله وژل شوي دي.

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې سېلاوونه راغلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

XS
SM
MD
LG