وېسټ وویل، له طالبانو سره یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم د بندیز ختمولو، د بشري حقونو مراعتولو او له افغان خاورې د ترهګرو حملو د نه کېدو په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی.
په بیان کې د سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار په حواله راغلي چې د هغو ښځو له داستانونو ښکاري چې طالبان له احتجاج کوونکو ښځو څخه "څومره زیات خطر" احساسوي او تر "وروستي حده" هڅه کوي چې هغوی غلې کړي.
معترضو مېرمنو مشال راډیو ته څو ویډیوګانې هم رالېږلي چې پهکې لیدل کېږي، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت څخه د لسګونو ښځو د ایستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي.
د ماشومانو نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش هم یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې هغه په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو د محرومېدو د دوام په اړه "سخت اندېښمن" دی.
د دواړو هېوادو لوړ پوړو چارواکو په داسې حال کې ملاقات کړی چې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د هغه وزارت په يو فرعي جومات کې تر چاونې وروسته وروسته وویل "د پېښي په اړه پلټنې روانې دي، چې کله پلټنې پای ته ورسېدې، جزییات به یې له رسنیو سره شریک کړو."
سيما باهوس زياته کړې: " افغان نجونې او ښځې تر خپلو کورونو پورې محدودې شوي، له کاره لېرې کړل شوي، په هر ځای کې له نابرابرۍ سره مخامخ دي، په ټولګیو کې وژل کېږي او هېڅ ځای خوندي نهدي."
سېلاب ځپلي چې اوسمهال له خېمو څخه په یو جوړ شوي کېمپ کې اوسیږي وايي، لوګر کې هوا په سړیدو ده او د ژوندانه ستونزې يې د هرې ورځې په تیریدو ډېرېږي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه ويلي چې د کابل په لوېدیځ کې د شوې برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی او ۸۳ نور ټپیان دي.
مظاهره کوونکو ادعا کوله چې پر هزاره مېشتو سیمو کې بریدونه د دوی د "نسل وژنې" لپاره کېږي. احتجاج کوونکو وویل تر هغو چې ځانمرګي بریدونه روان وي، خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته