د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د کابل بريد ضد مظاهرې شوې دي


کابل کې د ښځو لاريون
کابل کې د ښځو لاريون

په کابل کې د سېپټېمبر ۳۰مې تر خونړي ځانمرګي برید وروسته په تېرو دوو ورځو کې د پلازمېنې په ګډون په بامیان، غزني او هرات ولایتونو کې مظاهرې وشوې.

د اکتوبر پر دويمې مظاهرې په هرات، بامیان او غزني ولایتونو کې ترسره شوې.

ښځينه مظاهرچيانو چې پکې زیاترو تورې جامې اغوستې وې، شعارونه ورکول چې: " پوهنه زموږ حق دی، د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ!"

په هرات او بامیانو کې د مظاهره کوونکو شمېر سلګونه وو، خو په غزني کې د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا یوازې جاغوري ولسوالۍ کې یوې ډلې مظاهره وکړه.

په هرات کې مظاهره وروسته تر هغه تیت و پرک شوه چې د طالبانو یوشمېر عسکرو ډزې پرې وکړې. د دغې مظاهرې پر مهال د یوشمېر مظاهرچیانو د وهلو او ډبولو خبر هم ورکړل شوی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کابل کې څه باندې سل تنه پر " کاج " ښوونیز مرکز د وروستي خونړي برید د غندنې په پار سړکونو ته راووتل.

تر دغه برید وروسته پر ټویټر د "هزارګانو د نسل وژنې" د مخنیوي هشتګ هم جوړ شو چې تر د اکتوبر تر دويمې پورې یې شمېر له نیم میلیون څخه اوښتی وو.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه ويلي چې د کابل په لوېدیځ کې د شوې برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی او ۸۳ نور ټپیان دي. د یوناما له قوله، د دوی د بشري حقونو څانګې له‌ خوا په کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو د تایید لړۍ لا هم روانه ده او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مسؤلينو مو د یوناما د خپرو شویو شمېرو او له دوی سره د دې پېښې د نویو جزیاتو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ. پر کاج ښوونیز مرکز د برید نن څلورمه ورځ ده، خو لا یې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو دغه برید غندلی او دوی د اقلیتونو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو د لا امنیت غوښتنه کړې ده.

بل لور ته بیا د طالبانو حکومت دغې پېښې ته د نړیوالو غبرګون غرضي بللی دی.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي، نړیوال باید د افغانستان د پېښو په تړاو مسؤلانه چلند وکړي.

نوموړی وايي: "ټولو بهرنیو اړخونو ته د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه له خواخوږۍ ها خوا له غیر مسؤلانه څرګندونو د ډډې کولو جدي سپارښتنه کوو. هر څوک چې نفاق ته لمن وهي زموږ له متحد ملت سره جفا، له اخلاقي پولو تېری او د خپلو نامشروع ګټو لپاره ناکامې هڅې کوي."

پر کاج ښوونیز مرکز د برید مسؤلیت لا د دغه راپور د لیکلو تر وخته کومې ډلې نه‌دی منلی، خو په تېر کې داعش وسله‌والې ډلې د دغه ډول بریدونو پړه منلې ده.

نړیوال داعش ډله د طالبانو په وړاندې یو ګواښ ګڼي، خو طالبان وایي، افغانستان کې یې دغه ډله ۹۸ فیصده له منځه وړې ده.

XS
SM
MD
LG