د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما وايي طالبان دې د سوله ییزو لاریونوالو خلاف وسلې نه کاروي


د اکتوبر پر لومړۍ نېټه لاریونوالو په برید کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د انصاف غوښتنه کوله.
د اکتوبر پر لومړۍ نېټه لاریونوالو په برید کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د انصاف غوښتنه کوله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې د سوله ییزو لاریونوالو پر ضد دې د وسلو له کارولو ډډه وکړي.

یوناما د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې "له هغو مېرمنو سره چې د هزاره ګانو په سیمه کې د سېپټېمبر ۳۰مې تر برید وروسته د خپلو ټولنو د خوندیتوب غوښتنه کوي، د تاوتریخجن چلند صحنې بوږنوونکې دي."


د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د مظاهرو ګډونوالو ښځو وویل چې د کابل په دشت برچې سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز په برید کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته انصاف غواړي.

دوی ادعا کوله چې پر هزاره مېشتو سیمو کې بریدونه د دوی د "نسل وژنې" لپاره کېږي. احتجاج کوونکو وویل تر هغو چې ځانمرګي بریدونه روان وي، خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د هغې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په دشت برچي سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره ګان دي د پخوانیو حملو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې. هغه ډله وخت ناوخته پر طالبانو هم بریدونه کوي او طالبانو په وروستیو میاشتو کې ویلي چې پرضد یې اقدامات کړي دي چې پکې یې د یوشمېر وسله والو د نیولو او وژلو دعوې هم کړې دي.

طالبان: پر کاج ښوونيز مرکز مو د بريد په تړاو مشکوک تن نيولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یوه اعلامیه کې د چا له نوم یادولو پرته ویلي چې "شریرې کړۍ" په افغانستان کې پر تعلیمي مرکزونو، جوماتونو او ولسي ځایونو حملې کوي.

په بیان کې راغلي چې هغه بریدونه د "افغانستان د دښمنانو" د دسیسې یا سازش ښکارندوي کوي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په هغه برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ ټپي شوي ول.

خو یوناما د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یو بیان کې ویلي چې په دې برید کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ ټپیان دي. یوناما همداراز وویل چې په وژل شویو کې تر ۲۰ زیاتې نجونې شاملې وې.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، برید د سېپټمبر پر ۳۰مه په کاج روزنیز مرکز کې د کانکور ازمایښتي امتحان لپاره پر ورغونډ شویو زده کوونکو شوی وو.

XS
SM
MD
LG