د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټام وېسټ وايي له طالبانو سره د خبرو لپاره درېیمګړي ته اړتیا نه لري


ټام وېسټ د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې په ترکیه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدو پر مهال.
ټام وېسټ د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې په ترکیه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدو پر مهال.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي دي چې د بېلابېلو مسلو په اړه له طالبانو سره په مسلسل رابطه کې دی.

ټام وېسټ د اکتوبر پر ۲۲مه له امریکا غږ اردو سره په مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره ورته د "درېیم هېواد" یا منځګړي اړتیا نه شته ځکه چې خبرې باید "مستقیمې" وشي.

وېسټ وویل، له طالبانو سره یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم د بندیز ختمولو، د بشري حقونو مراعتولو او له افغان خاورې د ترهګرو حملو د نه کېدو په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی.

هغه ويلي چې طالبان یې خبر کړي چې که نجونو ته د تعليم اجازه ورکړي، په اړه یې د نړيوالو نظر "نرمېدای" شي.

طالبانو لا د ټام وېسټ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو پخوا یې ويلي چې د "شريعت په چوکاټ" کې وګړو ته حقونه ورکوي. طالبان دریځ لري چې د نجونو تعلیم اړه یې یو کمېسیون جوړ کړی دی چې د نجونو د تعلیم لپاره تګلاره جوړه کړي. له دې پرته، د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخوند د جولای پر نهمه ویلي ول چې په افغانستان کې "ټول بشري حقونه" خوندي دي او طالبان د خلکو د نیوکو او پوښتنو د اورېدو "زغم" لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري حکومت ړنګ کړ او واکمن شول. هغوی تر هغې وروسته یوشمېر سختې تګلارې عملي‌کړي دي. له شپږم ټولګي پورته یې پر نجونو تعليم بند کړی، پر رسنيو محدوديتونه عملي شوي، پر موسیقۍ بنديز دی، په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر کم شوی، د ښځو پر لوبو پابندي ده، ښځې له محرم بغیر له کوره نه شي وتلای او د ښځو مخ پټول اجباري شوي دي.‌

طالبان دریځ لري چې بندیزونه یې له "شرعي چوکاټ سره سم" لګولي دي خو د دې چوکاټ تشريح یې نه ده کړې.

افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد په افغانستان او په یوشمېر بهرنيو هېوادونو کې مظاهرې کړې دي.

نړیوالې ټولنې په بیا بیا پر طالبانو ټینګار کړی دی چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي، د ښځو په ګډون دې ټول بشري حقونه خوندي، له ترهګرو ډلو سره دې اړیکي پرې کړي او د افغانستان خاوره دې د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي کړي. نړیوالې ټولنې دا شرطونه پوره کول د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره اړین بللي دي.

خو د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پاللو تور ردوي او وايي، د هېواد خاوره د هېچا خلاف کارېدو ته نه پرېږدي.

داراز، د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د سېپټېمبر پر اوومه، په کابل کې د خپل وزارت د کارکردګۍ کلني راپور د وړاندې کولو پر وخت ویلي ول چې د نړيوالو له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره د ټولګډونه حکومت جوړولو شرط، پر ځای نه دی.

XS
SM
MD
LG