د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنا رباني کر او ټام وېسټ د افغانستان پر وضعيت غږېدلي


حنا رباني کر او ټام ويسټ د اکتوبر پر پینځمه په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.
حنا رباني کر او ټام ويسټ د اکتوبر پر پینځمه په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د مملکت وزیرې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د لیدنې پر مهال د هغه هېواد د اقتصادي وضعيت پر ښه کولو ټينګار کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند پر ټوېټر پاڼه ليکلي چې ټام وېسټ د اکتوبر پر پینځمه په اسلام اباد کې له حنا رباني کر سره ملاقات وکړ.

بیان وايي، کر له وېسټ سره د سوله ييز، سوکاله او باثباته افغانستان لپاره د اسلام اباد ژمنه تکرار کړه. بیان زیاتوي چې هغې د افغانستان د اقتصاد د ښه کولو پر اړتيا ټينګار وکړ.

د دواړو هېوادو لوړ پوړو چارواکو په داسې حال کې ملاقات کړی چې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

نوموړي په خپلو ليدنو کې د دوه اړخيزه اړيکو پرته د افغانستان پر چارو هم له امريکايي چاروکو سره غږېدلی دی.

"پاکستان هڅه کوي چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي."
سمیع یوسفزی

خبریال او شنونکی سمیع یوسفری وايي چې، د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د امریکا او پاکستان اړیکې ښې نه وې خو د هغه تر ليرې کېدو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو پر لوري دي.

ده واشنګټن ته د باجوه د شاوخوا یوې اوونۍ سفر "ډېر مهم" وباله او زیاته یې کړه چې اسلام اباد "هڅه کوي چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي. د باجوه او امریکايي چارواکو په خبرو کې به افغانستان د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي."

د پاکستان اقتصاد په اوس وخت کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی او د امریکا مرستو ته ډېره اړتیا لري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا یې پرېکړه نه‌ ده کړې چې له پاکستان سره دفاعي مرستې بیا پیل کړي خو د هغه هېواد د ملي امنیت چارواکي له پاکستان سره د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پر پیلولو غور کوي.

باجوه په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن په ګډون له یوشمېر امریکايي چارواکو سره لیدلي دي.

د بلاول بوټو زرداري څرګندونې

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وفاقي وزیر بلاول بوټو زرداري هم ورته خبره کړې ده او ویلي یې دي چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین راغلی دی.

نوموړي د اکتوبر پر شپږمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، "موږ نه غواړو چې هلته خلک له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي."

ده وویل، که د طالبانو حکومت نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي او "ترهګر" د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي نو بیا یې باید حکومت نړۍ په رسمیت وپېژني.

بلاول بوټو زرداري د سېپټېمبر پر ۲۶مه له خپل امریکايي سیال سره تر لیدو وروسته د خبري غونډې پر مهال.
بلاول بوټو زرداري د سېپټېمبر پر ۲۶مه له خپل امریکايي سیال سره تر لیدو وروسته د خبري غونډې پر مهال.

بلاول بوټو زرداري په تېرو وختونو کې د افغانستان په اړه د "ناسمو تګلارو" ذکر هم وکړ او ویې ویل چې له دې وجې افغانستان او نړۍ ته "ډېر زیان" رسېدلی دی.

ده زیاته کړه چې نه غواړي چې هلته حالات بیا خراب شي او کډوال پاکستان ته مخه کړي.

د طالبانو حکومت د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په وروستیو کې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعاله نه دي او هېچا ته د نورو هېوادونو پرضد د خپلې خاورې استعمال اجازه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت داراز وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو په اړه تګلاره جوړوي.

د پاکستان او امریکا په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیوالې ټولنې پر طالبانو ټینګار کړی دی چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو وګړو بشري حقونه خوندي کړي او له ترهګرو ډلو سره تعلقات پرې کړي.

XS
SM
MD
LG