د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان په هېڅ ځای کې نجونې او ښځې خوندي نه دي


د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې پر کابل د طالبانو له واک وروسته ښځو او نجونو په وار وار کار او تعليم ته د لاسرسي لپاره احتجاجونه کړي دي ــ انځور له ارشيفه
د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې پر کابل د طالبانو له واک وروسته ښځو او نجونو په وار وار کار او تعليم ته د لاسرسي لپاره احتجاجونه کړي دي ــ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله او د ښځو لپاره د دې سازمان مشره سیما باهوس وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې هېڅ ځا‌ی خوندي نه‌دي.

مېرمن باهوس دا خبره د اکتوبر پر درېيمه د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې لخوا په هغه بيان کې کړې چې "د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړئ" تر سرليک لاندې خپور شوی دی.

نوموړي زياته کړې: " افغان نجونې او ښځې تر خپلو کورونو پورې محدودې شوي، له کاره لېرې کړل شوي، په هر ځای کې له نابرابرۍ سره مخامخ دي، په ټولګیو کې وژل کېږي او هېڅ ځای خوندي نه‌دي."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله او د دې سازمان د ښځو څانګې مشره سيما باهوس
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله او د دې سازمان د ښځو څانګې مشره سيما باهوس

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه باید خوندي شي او د توکم او جنسیت پرته، بايد هر افغان په خوندي توګه زده‌کړو ته لاسرسی ولري.

مېرمن باهوس دا خبرې تر هغه وروسته کړې چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه د کابل په لوېديځ کې د "کاج" په نامه پر يوه ښوونيز مرکز په وسله وال بريد کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته چې اکثريت يې نجونې زده کوونکې وې.

چاودنه سهار وختي د کانکور ازموینې پر مهال شوې وه چې هغه وخت تر ۱۵۰ زياتې نجونې او هلکان په مرکز کې ول.

دا بريد په افغانستان کې دننه او دباندې په کلکو ټکو وغندل شو او پراخ غبرګونونه يې وپارول.

اغلې باهوس له طالب چارواکو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې سملاسي لاس په کار شي او پر کاج ښوونیز مرکز دې د برید عاملان پیدا او له نړیوالو معیارونو سره سم محاکمه کړي.

که څه هم طالبانو د برید په لومړۍ ورځ پر کاج ښوونیز مرکز د برید په اړه د پلټنو وویل، خو تر دې دمه یې د خپلو څېړنو تفصيل نه دی روښانه کړی.

تر چاودنې وروسته د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي ول چې په هغه بريد کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (یوناما) پرون د اکتوبر پر درېيمه پر خپله ټويټر پاڼه خبر خپور کړی وو چې په هغه پېښه کې لږ تر لږه ۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG