د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې دا خبره د نومبر پر شپږمه پر داسې مهال په بیان کې کړې چې د نړۍ مشران په مصر کې د اب و هوا بدلون د اثراتو کمولو او د نړیوالې تودوخې درجې لوړېدو مخنیوي لپاره کلنۍ غونډه لري.
د والیبال د دې ټورنامینټ د لوبو د کتلو لپاره هره ورځ د خوست د لرې او نږدې سیمو سلګونه کسان ورتلل او تر ناوخته به د لوبو نندارې ته ناست ول.
تر لنډو ویناوو وروسته د کلتوري ماښام دویمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې پکې په مشاعره کې د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کابل او د افغانستان له نورو برخو څخه ورغلیو شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، روغتیايي مرکزونو ته ښځینه روغتیاپالانې په ډېر مصوون شکل ځي او له هېڅ ډول برخورد سره نه مخامخ شوي او نه مخامخېږي.
سیګار ويلي چې د تېر کال له دوبي راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۰ فیصده تاواني شوی دی او له ۷۰۰،۰۰۰ زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. طالبانو تر اوسه د سيګار د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د کابل نیوز مسوول عبدالباسط له مشال راډيو سره په خبرو کې د ستونزو یادونه و نه کړه. خو د کابل نیوز یوشمېر نورو کارکوونکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په وروستیو کې د طالبانو حکومت له لوري ورباندې سخت فشارونه د خپرونو درولو لامل شول.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا نه مني چې د کوکنارو کښت دې د تېر پرتله زیات شوی وي. طالبانو په اپرېل کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري له وژل کېدو وروسته، طالبان باید د نړۍ باور خپل کړي او دوی دا کار یوازې د خپلو کړنو له لارې کولای شي.
د یادو لوبو مالي لګښت په عربي هېوادونو کې یو خوستي مساپر راشد خان مخلص پر غاړه اخیستی وو.
وېسټ وویل، له طالبانو سره یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم د بندیز ختمولو، د بشري حقونو مراعتولو او له افغان خاورې د ترهګرو حملو د نه کېدو په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته