د کابل نیوز مسوول عبدالباسط له مشال راډيو سره په خبرو کې د ستونزو یادونه و نه کړه. خو د کابل نیوز یوشمېر نورو کارکوونکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په وروستیو کې د طالبانو حکومت له لوري ورباندې سخت فشارونه د خپرونو درولو لامل شول.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا نه مني چې د کوکنارو کښت دې د تېر پرتله زیات شوی وي. طالبانو په اپرېل کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري له وژل کېدو وروسته، طالبان باید د نړۍ باور خپل کړي او دوی دا کار یوازې د خپلو کړنو له لارې کولای شي.
د یادو لوبو مالي لګښت په عربي هېوادونو کې یو خوستي مساپر راشد خان مخلص پر غاړه اخیستی وو.
وېسټ وویل، له طالبانو سره یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم د بندیز ختمولو، د بشري حقونو مراعتولو او له افغان خاورې د ترهګرو حملو د نه کېدو په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی.
په بیان کې د سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار په حواله راغلي چې د هغو ښځو له داستانونو ښکاري چې طالبان له احتجاج کوونکو ښځو څخه "څومره زیات خطر" احساسوي او تر "وروستي حده" هڅه کوي چې هغوی غلې کړي.
معترضو مېرمنو مشال راډیو ته څو ویډیوګانې هم رالېږلي چې پهکې لیدل کېږي، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت څخه د لسګونو ښځو د ایستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي.
د ماشومانو نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش هم یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې هغه په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو د محرومېدو د دوام په اړه "سخت اندېښمن" دی.
د دواړو هېوادو لوړ پوړو چارواکو په داسې حال کې ملاقات کړی چې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته