د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلې د ژمنیو توکیو او سرپناه غوښتنه کوي


ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې ځايي اوسیدونکو ته يې د جون پر ۲۲مې زلزلې تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول.
ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې ځايي اوسیدونکو ته يې د جون پر ۲۲مې زلزلې تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول.

د پکتیکا د ګیانې ولسوالۍ زلزله ځپلي نیوکه کوي، چې په تېرو څلورو میاشو کې دوی لپاره د کورونو پر جوړولو کار نه دی شوی او نه داسې سرپناه ورته برابره شوې، چې کورنۍ او ماشومان يې په کې تود او خوندي وخت تیر کړي.


ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې ځايي اوسیدونکو ته يې د جون پر ۲۲مې زلزلې تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول. د ګیانې زلزله ځپلو وویل، دوی په یاده سیمه کې د واورو له اورښت او د لارو له خرابیدو مخکې ژمنیو خوراکي توکو، د پوښاک شیانو او د سرپناوو مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري.

نن د اکتوبر په ۲۲مه د ګیانې ولسوالۍ اوسیدونکي حبیب ګل مشال راډیو ته وویل: "دا څو میاشتې وشوې، چې تر اوسه موږ ته کورونه نه دي جوړ شوي، غوښتنه مو داده چې موږ ته د ژمي لپاره ګرم سامانونه راشي، د خټو نه کورونه نه جوړیږي، خټې یخ وهي، دوی شل زره افغانۍ راکوي، یوه پیره تیږي، نه پرې راوړل کیږي، اوس د واورو امکان شته، بیا به موږ څه کوو؟ موږ به په دې ژمي کې څه کوو؟ په ماشومانو څه وکړو؟ موږ بیا سخت ناورین سره مخامخ شو."

د ګیان ولسوالۍ خلک له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.
د ګیان ولسوالۍ خلک له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.

د دې سیمې یو بل اوسیدونکی ډاکټر مجیب الرحمان وايي، د جون د ۲۲مې په زلزله کې د یادې سیمې شاوخوا ۲۷۰ کسان وژل شوي او ددې ځای کورونه هم په بشپړ او یا قسماً ویجاړ شوي ول.

ډاکټر مجیب الرحمان زیاتوي، په ګیانه کې سخت ساړه لګیدلی او ماشومان يې سر له اوسه ناروغان شوي دي.

د ګیانې یو بل اوسیدونکی ګلباد خان همت وايي، د دوی هغه کورونه چې په زلزله کې نه دي ویجاړ شوي، هغو هم دومره زیان لیدلی، چې په باد، باران او واوره کې د اوسیدو نه دي.

دی زیاتوي، دلته موسسې زیانمنو ته د کورونو د جوړولو لپاره یوازې شل زره افغانۍ ورکوي، چې په دې پیسو یوه د ګوزارې والا خیمه هم نه اخیستل کیږي.

زلزلې د ګیان ولسوالۍ اکثره کورونه نړولي.
زلزلې د ګیان ولسوالۍ اکثره کورونه نړولي.

د ګیانې د زلزله ځپلو لپاره د جوړ شوي کېمپ اوسیدونکی لاهور خان بیا وايي، په دې وړو او نازکو خیمو کې د ګیانې ساړه نه تیږیږي: "ژمی پر موږ راغی نه د ساړه خواري شته او نه د ګردو خواري شته او نه په دې وړو خیمو کې وخت تیریږي، دا خلک چې دلته راغلي دي، که د موسسو والا دي او که د امارت، موږ ته دې داسې طریقه جوړه کړي، چې په خیمو کې اور ته اړتیا نه وي، ځکه ماشومان مو سر له اوسه ټول مریضان دي، تر اوسه خو لا ژمی ډېر پاتې دی، اوس خو هغه لږ ساړه لګیدلی دی. "

د سیمې بل اوسیدونکي پیر زمان وویل، اوس د کورونو د جوړولو وخت تیر شوی، خو که د واورو له اورښت مخکې لږې ښې خیمې ورکړل شي، بیا به يې هم څه نا څه چاره جوړه شي. دی وایي، څلور میاشتې پوره وخت وو، خو دوی ته پاملرنه ونه شوه او خبره يې سړې هوا ته راورسیده.

بل لوري ته په پکتیکا کې طالب چارواکي وايي، زلزله ځپلو ته اړینې مرستې رسیدلي او د د وی لخوا د سرپناوو د جوړولو لپاره هم د امکاناتو د پیدا کولو په خاطر هڅې روانې دي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدامین حذیفه مني، چې زلزله ځپلو سیمو کې ساړه ډېر شوی، خو دی وايي، د هغو لپاره به د ژوند د سرپناه او خوراکي توکو د برابرولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او په ځانګړي ډول به موسسې مرستو ته وهڅوي.

د جون د ۲۲مې زلزلې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د پکتیکا ګیانې او برمل ولسوالیو اوسیدونکو ته اړولي ول. په یاده زلزله کې زرګونه کورونه هم قسماً یا په بشپړ ډول ړنګ شول، چې ورسره ډېرې کورنۍ له سرپناوو بې برخې شوې او دا مهال په خیمو کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG