د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د کورنیو چارو وزارت په جومات کې چاودنې ۴ کسان وژلي او ۲۵ ژوبل کړي دي


کابل کې د وزیر اکبر خان له جومات سره نېږدې د چاودنې له ځایه لوګی خېژي - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.
کابل کې د وزیر اکبر خان له جومات سره نېږدې د چاودنې له ځایه لوګی خېژي - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د اکتوبر پر پينځمه له غرمې وروسته د دې وزارت په یوه فرعي جومات کې دننه د چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ۲۵ ژوبل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پرون (د اکتوبر پر پينځمه) تر پېښې وروسته وویل: "په تاسف سره باید ووایو چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کورنیو چارو وزارت په یوه فرعي جومات کې چاودنه رامنځته شوه. په یاده چادنه کې ۴ تنه لمونځ کوونکي په شهادت ورسېدل او ۲۵ تنه نور هم زخمیان دي. دپېښي په اړه پلټنې روانې دي چې کله پلټنې پای ته ورسېدې، جزییات به یې له رسنیو سره شریک کړو."

نوموړي له دې څو ساعته مخکې ویلي ول چې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې دا چاودنه شوې ده چې هلته د کورنیو چارو د وزارت ځینې کارکوونکي هم لمونځ کوي.

تر دې وړاندې په کابل کې د اېټالیې په مرسته چلېدونکي اېمرجنسي روغتون د اکتوبر پر پینځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې د پېښې له ځایه ۲۰ کسان وروړل شوي چې ورڅخه یې دوه تر رسېدو مخکې مړه شوي ول.

روغتون پر ټوېټر په بل بیان کې د مرګژوبلې زیاتېدو وېره ښوولې ده.

دا پېښه پر داسې مهال شوې چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه وویل چې د پلازمېنې په لویدیځ کې پر "کاج ښوونیز مرکز" په برید کې د وژل شویو شمېر ۴۳ ته رسېدلی او ۸۳ ټپیان دي.

د طالبانو حکومت وايي، برید د کانکور اموزینې لپاره د تیاري پر مهال شوی دی. د حکومت په خبره، پر کاج ښوونيز مرکز یې د بريد په تړاو یو مشکوک کس نیولی او پلټنې یې پیل کړې دي.

د هغه برید ذمه واري تر اوسه لا چا نه ده منلې خو مخکې د کابل په لوېدیځ دشت برچي سيمه کې، چې زياتره شیعه هزاره ګان پکې مېشت دي، د یوشمېر ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) وسله والې خراسان څانګې منلې وه.

پر کاج ښوونيز مرکز د برید د قربانيانو د کورنيو وير
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

له دې پرته، د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر جوماتونو، امام بارګاهو او د لږکیو پر عبادت ځایونه هم یوشمېر بریدونه شوي دي چې د اکثریت ذمه واري داعش منلې.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان له جومات سره نېږدې په چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

په ۲۰۲۰ز کال کې هم د کوثر دانش په نوم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز په خونړي بريد کې لږترلږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شوي ول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسله والو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG