لاریونوالو پر نړیوالو او د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو هم وغږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د روانې جګړې پر خلاف چې ډېری قربانیان يې ولسي وګړي دي غږ اوچت کړي.
افغان طالبان وايي، په قطر کې د دوی د دفتر مشر ملا غني برادر د امريکا بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو سره خبرې کړي دي. د دوی په وينا د دواړو ترمنځ په خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو په پېلولو خبرې شوي دي.
د هلمند ولایتي اداره ادعا کوي چې دوه طالبان په خپل موټر بم چاودنه کې وژل شوي دي.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې خبریالانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د رسنيو په قانون کې د بدلون هغه طرحه رد کړه چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د وزیرانو شورا منظوره کړې وه او پارليمان ته يې د تایید په موخه لېږلې وه.
د دې ادارې پر اساس، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې پر ۲ لکه ۵۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
د ننګرهار چارواکو د کورونا لپاره له مرکز څخه د ورکړل شوې بودیجې په لګښتونو او د کورونا فنډ صندوق کمېتې له اړخه ناچارو کورنیو سره د مرستو په هکله د یوه مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې ولس ته حساب ورکړ او هغه رضاکار په ساینلیکونه ونازول شول چې د کورونا فنډ د مرستو په وېش کې يې همکاري کړې وه.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وایي چې ولس د طالبانو وروستیو شخړو ته اندېښمن دی او دې بریدونو د سولې د خبرو پيلېدل سخته کړي دي.
زلمی خلیلزاد د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو پروني برید ته په اشارې وايي، وژل شوي څارنوالان د بندیانو د ازادۍ په برخه کې د چارو په اسانتیا بوخت ول.
په ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د ویکسینو د ساتلو د اساسي مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ینس سټولټنبرګ چې د ناټو د دفاع د وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته یې د پنجشنبې په ورځ له بروکسل څخه خبریالانو ته انلاین خبرې کولې وویل، ناټو په افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
افغان چارواکي وايي د افغانستان د شمالي ولايت تخار په يوه مدرسه کې د هاوان چاونې لږ تر لږه نهه زده کوونکي وژلي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته