د دوشنبې ورځې مازیګر مهال لسګونو خوستیانو د ولایت په شمل-دوه منده ولسوالۍ کې پر یو کور د توغندي د لګیدلو له کبله د ولسي وګړو او ماشومانو د وژنې خلاف لاریون وکړ.
لاریونوالو پر نړیوالو او د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو هم وغږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د روانې جګړې پر خلاف چې ډېری قربانیان يې ولسي وګړي دي غږ اوچت کړي.
په خوست کې د شمل دوه منده ولسوالۍ کې پر یوه کور د توغندي لګیدو خلاف، چېپنځه ماشومان پکې ووژل شول او درې ولسي وګړي پکې ټپیان شول، لسګونو خوستیانولاریون وکړ او د جګړې خلاف يې غږ اوچتاوه.
دوی ځینې چیغې راخیستې وې چې پکې راغلي ول:
- د جنګ تولید کونډه او یتیم دی
- ژوند مو طبعي حق دی
- خپل طبعي حق راولوروئ
- ماشومان د هدیرو پر ځای ښوونځیو ته ولېږئ
- د دې پيښې د قربانیانو لپاره عدالت غواړو.
یاد لاریون چې د خوست ژغورنې غورځنګ په بلنه جوړ شوی وو، یو فعال يې عبدالرزاق افغان مشال راډیو ته وویل، تر اوسه د جګړې یو لوري هم دا نه دي ویلي، چې دا مرمۍ د دوی له لوري ویشتل شوې ده.
هغه د جګړې پر ښکیلو لورو غږ وکړ، چې د دې پيښې عاملان پیدا او سزاء دې ورکړل شي.
نوموړي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافعو بنسټونو هم وغوښتل، چې د نورې نړۍ په شان دې، افغانستان کې هم د بشر ضد عمالو د ترسره کوونکو پر وړاندې چوپ نه پاتې کیږي.
د لاریون یو بل ګډونوال ضیاءالحق باتورزوی وویل، د وسله والو سره د سولې وروستۍ هڅې هیله بخښوونکي دي، خو که د جګړې له لورو پر ولسي وګړو باندې بریدونه کیږي، نو د افغانانو دا هیلې اغېزمنولی شي.
نصرت الله شهباز هم چې د یاد لاریون له ګډونوالو وو، وايي،دې لپاره راوتلي، چې د جګړې د زیانمو کورنیو لپاره عدالت وغواړي، کچیرې بیا هم دا ډول پيښې رامنځته کیږي او ښکیل اړخونه پرې چوپ پاتې کیږي، دوی به د ولس تر څنګ دریږي او د عدالت غوښتنې غږ به اوچتوي.
د دې لاریون په پای کې یو ۴ ماده ییز پرېکړه لیک هم وویل شو چې پکې د شمل دوه منده ولسوالۍ په پېښه کې ککړو ته د سزا غوښتنه شوې وه.
په پرېکړه لیک کې راغلي، د جګړې ښکیل اړخونه دې له جنګه لاس واخلي او د اوربند او سولې لپاره دې عملي اقدامات وکړي.
د لاریون په پرېکړه کې دا هم راغلي ول، چېد ولس پر وړاندې به د دې ډول عملونو پرضد ودرېږي،ولسي لاریونونه به کوي او د سوله غوښتنې غږ به اوچت ساتي.