د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ایران سفارت مخته په شمېر کم، خو په غږ لوړ مدني فعالان او عام خلک ټول شوي و او په ایران کې يې د افغانانو په وژنې تُند غبرګون وښود.
افغان حکومت کوورنا وايرس سره د مبارزې په هدف محدودیتونه د راتلونکو نورو دریو میاشتو لپاره وغځول او په عامه ځايونو کې یې د ماسک اغوستل لازمي وګرځول.
د خوست د ولسونو د پرلپسې غوښتنو او د کرښې په پورې غاړه کې د پرتو قومونو لیوالتیا ته په کتو، یو ځل بیا د افغان حکومت له خوا د غلام خان بندر د ترانزیت او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد د پیلیدو لپاره هڅې پیل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږکال د تېر کالپه نسبت د هندواڼو په حاصلاتو کې د زیاتوالي راغلی، خو بزګرانبیا شکایت کوي چېد اوبو د کموالي له امله یې سږ کال د هندواڼو حاصلات کم شوي دي.
د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې موافقه شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو تر ۵،۰۰۰ پورې زندانیان ازادوي او په مقابل کې بهیې طالبان تر ۱،۰۰۰ پورې د حکومت بندیان خوشې کوي.
امرالله صالح لیکلي که دا برید طالبانو هم نه وي کړی خو د ده په خبره همدې ډله پر جوماتونو د بریدونو بنسټ کېښود.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کورونا د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او لامل يې د ټولبند ماتېدل او طبي لارښوونو ته د خلکو نه پاملرنه یادوي.
د جرګې پر نهمه ورځ صوفي دروېش، صابر شاه، پر احمد خان لاس کښېښودی او ويې ويل چې خدای پاک احمد خان په تاسو ټولو کې ستر او شريف پیدا کړی دی او په ده کې د رهبرۍ جوهر شته.
په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو مشران وايي، د کورونا وایرس له کبله تر نورو خلکو د دوی ستونزې ډېرې شوې دي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶ زره زیات شو په دې هېواد کې اندېښنې مخ پر زیاتېدو شوې.
د مې پر ۳۰مه په کابل کې د خورشېد په نوم د يوه شخصي ټلویزیون په موټړ چاودنه وشوه چې يو شمېر ژورنالستانو ته په کې مرګ ژوبله واوښتله.
د ژغورنې نړیواله کميټي IRC وايي، افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی ځکه چې د کورونا وایرس پېښې له تشخیص پرته په زياتېدو دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته