د لاسرسي ځای

تازه خبر

تخار: مدرسه کې چاودنې ۹ طالبان وژلي، ۶ ژوبل


افغان چارواکي وايي د افغانستان د شمالي ولايت تخار په يوه مدرسه کې د هاوان چاونې لږ تر لږه نهه زده کوونکي وژلي دي.

لومړنۍ پلټنې ښيي چې چاودنه د هغه هاوان چاودېدو له کبله شوې چې دغې مدرسې ته دننه وړل شوی و.

د پوليس وياند خليل اسير نن [د جون پر ۱۸مه] ويلي چې د زياترو وژل شويو عمرونو تر ۱۸ کلونو کم دي.

نوموړی زياتوي، د تخار د اشکمش ولسوالۍ په دغه مدرسه کې چاودنې شپږ زده کوونکي ټپيان کړي هم دي.د والي وياند جواد هجري هم دا پېښه او په دې کې تلفات تاييد کړي دي.

دا چاودنه له هغه وروسته رامنځ ته شوې چې د روانې جون مياشتې په لومړيو کې د کابل په دوو جوماتونو کې خونړۍ چاودنو د ملا امامانو په ګډون اووه کسان وژلي ول.

دا چاودنې په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې وسله وال طالبان له امريکا سره د افغان سولې په اړه شوي تړون ته د ژمنتيا خبره کوي.

د ۲۰۲۰م کال په فبروري کې شوي دې تړون له مخې به امريکايي سرتيري له افغانستان وځي او بلخوا به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات پېلېږي چې تر اوسه لا نه دې پيل شوي.

د افغان ولسمشر وياند صديق صديقي تېره اوونۍ ويلي و چې د طالب او افغان پلاوي ترمنځ به لومړۍ کتنه په دا نږدې کې په قطر کې کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG