د خوست ښار یو شمېر کاروباریان نیوکه کوي چې په غلام خان بندر کې ځینې چارواکي د دوی د کاروبار پر وړاندې ستونزې جوړوي. دوی وايي د کرنې ریاست چارواکي ددې پر ځای چې لاس په لاس د توکو کیفیت او څرنګوالي چېک کړي، د ترکاریو او تازه میوو موټر په ساعتونوساعتونو لمر ته دروي، چې خرابیږي.
د جولايي لومړۍ نېټې په رپورټ کې دفاع وزارت ويلي چې په افغانستان کې د وسله والې ډلې القاعدې سمييزه څانګه له طالبانو سره لاهم اړيکي پالي.
د دې بحث ترڅنګ به راتلونکې اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو د پاتې بندیانو د تبادلې لړۍ چټکه شي. تر اوسه د افغانستان حکومت شااوخوا څلور زره طالبان له زندانونو خوشې کړي دي او طالبانو د افغان حکومت په سلګونه کسان ازاد کړي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د سولې بهیر ښايي خورا مشکل وي، خو په هېواد کې به د ارامۍ لامل کېږي.
د جولای پر لومړۍ نېټه پېنټاګان په خپل رپورټ کې ویلي چې طالب وسله وال لا هم د هند په نیمه وچه کې له القاعدې ډلې سره کار ته دوام ورکوي.
بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپه ټویټرپاڼه منځنۍ اسیا ته د سفر په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سرهیې د افغان سولې په اړه خبرې کړي.
لاریونوالو پر نړیوالو او د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو هم وغږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د روانې جګړې پر خلاف چې ډېری قربانیان يې ولسي وګړي دي غږ اوچت کړي.
افغان طالبان وايي، په قطر کې د دوی د دفتر مشر ملا غني برادر د امريکا بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو سره خبرې کړي دي. د دوی په وينا د دواړو ترمنځ په خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو په پېلولو خبرې شوي دي.
د هلمند ولایتي اداره ادعا کوي چې دوه طالبان په خپل موټر بم چاودنه کې وژل شوي دي.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې خبریالانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د رسنيو په قانون کې د بدلون هغه طرحه رد کړه چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د وزیرانو شورا منظوره کړې وه او پارليمان ته يې د تایید په موخه لېږلې وه.
د دې ادارې پر اساس، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې پر ۲ لکه ۵۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
د ننګرهار چارواکو د کورونا لپاره له مرکز څخه د ورکړل شوې بودیجې په لګښتونو او د کورونا فنډ صندوق کمېتې له اړخه ناچارو کورنیو سره د مرستو په هکله د یوه مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې ولس ته حساب ورکړ او هغه رضاکار په ساینلیکونه ونازول شول چې د کورونا فنډ د مرستو په وېش کې يې همکاري کړې وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته