د لاسرسي ځای

تازه خبر

بین الافغاني خبرې به ژر پیل شي: سټولټنبرګ


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو جنرل سېکرېټري وايي، فکر کوي په افغانستان کې تر بل هر وخت زیات د ريښتینو بین الافغاني خبرو پیل نږدی شوی دی.

دا خبره ینس سټولټنبرګ، د پنجشنبې په ورځ د دې تړون د دفاع د وزیرانو دوه ورځني ویډیو کنفرانس په پای کې خبریالانو ته وکړه او ویې ویل د ناټو متحدان په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړی وايي: "موږ ټول په دې پوهېږو چې په افغانستان کې وضعیت سخت دی او لا هم دغلته تاوتریخوالي او بریدونه وینو."

سټولټنبرګ چې د ناټو د دفاع د وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته یې د پنجشنبې په ورځ له بروکسل څخه خبریالانو ته انلاین خبرې کولې وویل، ناټو په افغانستان د سولې هڅو ملاتړ کوي. خو زیاته یې کړه چې پایدارې او باثباتې سولې ته لا هم ډېره لاره پاتې ده.

د ناټو جنرل سېکرېټري زیاته کړه: ''موږ د افغان سولې هڅو او دې حقیقت هرکلی کوو چې موږ ورنېږدې شوي یوو، موږ دا خبره په ټینګار جوتول غواړو چې طالبان باید پر هغو ژمنو ودرېږي چې دوی د امریکا سره په تړون کې کړي."


هغه وویل، کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیکېده نو دا خپله په کابل کې و او د ناټو په استازیتوب یې د سولې د هڅو ملاتړ په ډاګه کړ.

بل خوا رویټرز خبري اژانس د څو سرچینو په حواله ویلي چې د سلګونو ډېرو خطرناکو طالب بندیانو د خوشې کولو سره د افغان حکومت مخالفت د دې سبب شوی چې د سولې پروسه ورو شي.

رویټرز وايي، دا بندیان په افغانستان کې په سختو خونړیو بریدونو تورن دی او طالبان یې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره خوشې کېدل شرط بولي.

دا د بین الافغاني خبرو د پیل په وړاندې وروستی لوی خنډ بلل کېږي چې که هوار شي تمه ده چې ژر به په قطر کې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

رویټرز د داسې سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي یاد شوي وايي، لویدیځ هېوادونه ددې بندیانو له خوشې کېدو سره د افغان حکومت د مخالفت ننګه کوي.

یو لوړپوړي افغان چارواکي رویټرز ته ویلي د مشاجرې برخه دا مهال د بندیانو مسئله ده.

رویټرز وايي، دوه اروپايي ډیپلوماټانو، یو اسیاسي ډیپلومات او یو بل افغان چارواکي ورته دا خبره تایید کړې ده.

راپور کې د یو اروپايي ‌ډیپلوماټ له خولې ویل شوي، په لېست کې د ځینو ډېرو خطرناکو طالب جګړه مارو نومونه شامل دي او د دوی خوشې کول په حقیقت کې له سرې کرښې پښه اړول دي.

دې ډیپلوماټ زیاته کړې، د ناټو ځینو غړو ته دا ډېره نا-ارامونکي ده چې د داسې طالب بندیانو د خوشې کیدو ملاتړ وکړي چې په لږکیو او بهرنیو کارکونکو په پراخه پیمانه د ځانمرګو بریدونو تر شا وو.

په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي څخه چې کله د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې وروستیو ستونزو په اړه وپوښتل شول، نوموړې وویل د دواړو خواوو څخه د بندیانو خوشې کول د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو د تړون برخه ده او د بین الافغاني خبرو د پیل لپار شرط دی.

نوموړي زیاته کړه: "کله چې خبره دې ته راځي چې په دقیقه توګه کوم بندیان باید خوشې شي، زه فکر نه کوم چې دا به سمه وي چې زه دې پر دې تبصره وکړم، زه یوازې هیله لرم چې موږ به وکولی شو، په افغانستان کې لوري به وکولی شي چې مخکې ولاړ شو او بیا بین الافغاني خبرې پیل شي."

سټولټبرګ یو وار بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د کړکېچ د سیاسي، باثباته او سوله ییز هواري لپاره یوازینۍ لاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر دی او له همدې کبله بین الافغاني خبرې ډېر مهمې دي.

په فبروري کې طالبانو له امریکا سره "افغانستان د سولې د راوستلو" په نوم تړون لاسلیک کړ چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو او بین الافغاني خبرو ته د طالبانو د کیناستولو خبره په کې شوې ده.

قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستو تړون د لاسلیک مراسمو یو انځور
قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستو تړون د لاسلیک مراسمو یو انځور

افغان حکومت په لومړي سر کې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې په دومره شمېر د طالب بندیانو د خوشې کېدو سره مخالفت وکړ، خو وروسته یې تر درې زرو زیات طالب بندیان خوشې کړل.

رویټرز وايي سرچینو ورته ویلي چې افغان حکومت د څو سوو طالب بندیانو پرته د نورو پاتې بندیانو خوشې کولو ته هم چمتو دی.

دې سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نومونه نه دي یاد شوي، رویټرز ته ویلي ویلي د هغو په شمول چې په ډېرو خونړیو بریدونو کې د ولسي خلکو په وژلو تورن دي، د ټولو بندیانو خوشې کول به په داسې حال کې چې خبرې اترې پیلېږي دا تصور ورکړي چې طالبان پر حکومت برلاسي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار کړی چې دا ډله د ټولو ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل غواړي څو خبرې اترې پیل شي.

په کابل کې د امریکا سفارت د بندیانو په خوشې کېدو کې په وروستي اختلاف تبصره نه ده کړې خو د افغان حکومت یوې امنیتي او یوې ډیپلوماټیکي سرچینې رویټرز ته ویلي د امریکا متحده ایالتونو هم د یو شمېر هغو بندیانو د خوشې کېدو په اړه ملاحظات څرګند کړي چې ناټو او افغان حکومت یې پر خوشې کېدو اعتراض لري.

دوی ویلي په دې کې هغه بندیان هم شامل دي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په کابل کې د جرمني سفارت نږدې د موټر بم برید په څېر لویو بریدونو کې ښکېل دي.

په هغه برید کې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو.

طالبانو رد کړې چې ګوندې په لېست کې دې په مهم بریدګر شامل وي.

رویټرز د ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي، د بندیانو په لیست کې یې داسې کسان نه شته او په وینا یې افغان حکومت د سولې بهیر په وړاندې خنډونه جوړوي.

خو افغان چارواکي وايي، طالبان د تاوتریخوالي په دوام د سولې مخالفت کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG