د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار خبریالان: د رسنيوو په قانون کې بدلون نه منو


د ننګرهار خبریالان
د ننګرهار خبریالان

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې خبریالانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د رسنيو په قانون کې د بدلون هغه طرحه رد کړه چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د وزیرانو شورا منظوره کړې وه او پارليمان ته يې د تایید په موخه لېږلې وه.

په دې طرحه کې د سرچینو د ښودلو او له رسنیو څخه د جواز اخیستلو صلاحیت له محکمې يا عدالت څخه اخيستل شوی او نورو دولتي ادارو ته ورکړل شوی دی.

له دې طرحې سره د ژورنالستانو د ملاتړ بېلابېلو ټولنو مخالفت وښوده چې له کبله یې افغان ولسمشر محمد اشرفغني بیرتهله پارليمانه راګرځولې او سپارښتنې يې کړي چې د رسنیو له يو شمېر استازو سره له مشورو وروسته دې بدلون وشي.

د جون په اته ویشتمه نېټه په جلال اباد کې د ختیځ زون په کچه خبریالان د ننګرهار د رسنيو مرکز ته ورټول شوي ول او د رسنيو په قانون کې يې د هر قسمه بدلون مخالفت وکړ. په دې اړه د ختېځې سيمو د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې د بورد غړی محمد اصف شینواري وویل چې که په دې طرحه کې د حکومت په خوښه بدلون کېږي نو دا د خبريالانو په حقونو تېری دی.

هغه د جون په اته ویشتمه مشال راډيو ته وويل: (( د موجودو قوانينو ترمخه يو خبریال يوازې هغه وخت اړ دی چې د خپل خبر سرچيه وښيي چې عدالت یې پرېکړه وکړي. په نوې طرحه کې غوښتنه شوې چې دا واک دې د اطلاعاتو د شکاياتو کميسیون ته ورکړل شي. دا د خبریال ژوند ته هم خطر دی او د هغوی د کار مخه هم ډب کوي. بل وړاندیز دا شوی چې حکومت کولی شي بغېر له محاکمې له رسنۍ څخه جواز واخلي او ورته ووايي چې ته نور فعالیت نه شې کولای.))

پر دې مسوده دا بحثونه هم وخت لاتاوده شول چې د جون په دوه ویشتمه نېټه پژواک خبري اژانس د مبيينه درغليوو په اړه يو راپور خپور کړ. دوی د سرچينو په حواله وويل چې د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت څخه دوه دېرش وينټيليټرونه پاکستان ته قاچاق شوي دي.

د عامې روغيتا وزارت چارواکو دا راپور رد کړ او د يو لیس په وړاندې کولو یې وويل چې دوی سره د نړيوالو له خوا مرسته شوي ټول وينټيلېترونه پوره دي. د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړخېل په دې اړه د عامې روغتيا وزیر او د پارليمان غړو په مخکې وضاحت ورکړ او په خپل راپور ودرېد چې دوی بې بنياده راپور نه دی خپور کړی.

د مشال راډيو سره د جون په ۲۸مه په کړو خبرو کې د افغانستان په ختيځ کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد د پژواک خبري اژانسراپور پر ځای وباله. هغه وويل چې دا د درغليوو سره د مبارزې يوه ښه بېلګه ده.

د جون په اته ویشتمه په ننګرهار کې د ختيځو ولايتونو د خبريالانو د غونډې پر مهال د خبريالانو د حقونو لپاره کارکوونکو ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو هم ټينګار وشو.

XS
SM
MD
LG