د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېر کال په افغانستان کې لږ کوکنار کرل شوي: یو اېن ډي پي


ارشیف، ننګرهار کې په یوه حوېلۍ کې کرل شوي کوکنار
ارشیف، ننګرهار کې په یوه حوېلۍ کې کرل شوي کوکنار

له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن ډي پي) د افغانستان مخدره موادو د تولید او د کوکنارو د کښت په اړه په کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۳۸ لږ کوکنار کرل شوي وو.

د دې ادارې پر اساس، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې پر دوه لکه ۵۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د ملي پالېسۍ ادارې د سږ کال په فبرورۍ کې اټکل کړی و چې په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله په سلو کې ۲۸ لږ کوکنار کرل شوي دي.

دا پرله‌ پسې دوهم کال دی چې د دواړو ادارو له اټکل سره سم په افغانستان کې د کوکنارو کښت کمېږي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، حکومت تر ډېره هڅه کړې چې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي او اوس اکثره کوکنار د دولت د وسله‌والو مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کېږي.

ځواک زیاتوي: "حکومت د کوکنارو کر مخنیوي لپاره ډېر اقدامات کړي، کروندګرو هم متبادلو کښتونو ته مخه کړې، خو ډېر کوکنار په هغه غصب شویو ځمکو کې کرل کېږي چې د دولت د وسله‌ والو مخالفانو تر کنټرول لاندې ساحو کې دي."

تر ټولو ډېر کوکنار په ۲۰۱۷ م کال کرل شوي وو.

خو سره له دې چې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه کمه شوې، خو حاصل‌یې نه‌یوازې چې کم شوی نه‌دی، بلکې په سلو کې ۶۰ زیات دی.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې ۶ زره ۴۰۰ ټنه تاریاک تولید شوي چې تقریباً له هغه څه سره برابر دي چې یو کال وړاندې تولید شوي وو.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، په ۲۰۱۹ م کال د دې لپاره د کوکنارو حاصل زیات و چې په پسرلي کې یې ورښتونه زیات وشول، د حاصل اخیستو په مهال هوا معتدله وه او د کوکنارو بوټو ته افت یا ناروغي پیدا نه‌شوه.

په هلمند کې په یوه کور کې کرل شوي کوکنار
په هلمند کې په یوه کور کې کرل شوي کوکنار

په تېرو کلونو کې په ځانګړي ډول په جنوب لوېدیځو ولایتونو یا لوی کندهار کې د بوټو د ناروغۍ له کبله د کوکنارو حاصل کمېده.

د هلمند یو کروندګر چې ځان‌یې عبدالوسع راوپېژانده وویل چې د باوړۍ دښتې سیمې ته تللی ځکه چې په هغو سیمو کې چې په کلونو کوکنار کرل شوي، اوس ځمکه ښه حاصل نه‌ورکوي.

دی پر دې سربېره وايي: "د دولت په ساحو کې هره ورځ پولیس او عسکر راته ولاړ وي، کرونده مو حاصل ته نېږدې شوې وي چې تخریب ‌یې کړي."

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي هم وايي چې ډېر کوکنار په هغو ساحو کې کرل کېږي چې د حکومت له کنټروله دباندې دي.

احمدي په عین حال کې وايي چې ډېر شمېر کروندګرو متبادلو کښتونو لکه زعفرانو ته مخه کړې ده.

ارشیف، کندهار کې د کوکنارو د له‌منځه وړلو لړۍ
ارشیف، کندهار کې د کوکنارو د له‌منځه وړلو لړۍ

خو په کندهار کې ځیني کروندګر وايي، د خوراکي موادو لوړه بیه او بې‌ وزلي سبب کېږي چې کوکنار وکري.

دوو کروندګرو بهاالدین او نوراغا مشال راډیو ته وویل: "د ټولو شیانو بیې لوړې دي، حکومت دې فابریکې جوړې کړي چې خلک په‌کې کار وکړي، که کار روزګار وي خلک په کوکنارو څه کوي، خپل کار به کوي. د خوراکي موادو بیې لوړې شوي، کورونا هم مشکلات جوړ کړي او خلک نه ‌پوهېږي څه وکړي."

په لوی کندهار کې چې هلمند هم په‌کې شاملېږي ۴ زره ۹۲۰ ټنه تاریاک تولیدېږي چې د افغانستان د ټولو تاریاکو په درېیو کې دوه برخې کېږي.

د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت منحل کړ او د دې وزارت چارې یې د یوې ادارې په چوکاټ کې د کورنیو چارو وزارت ته وسپارلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG