د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره "سېف دې چلډرن"وايي، اوس مهال ۸،۱۲ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کابل په څلورمه کارته کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د ملا امام په ګډون څلور کسان ووژل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نږدې راتلونکي کې دوه زره نور طالب بندیان هم خوشې کېږي.
د جون پر ۱۱مه ناوخته خوست ته د عامې روغتیايي وزارت لخوا له کورونا وایرس سره د مبارزې په خاطر په دریو لاریو کې بار د روغتیايي توکویوه محموله راورسېده.
خلیلزاد روانۍ اونۍ له اسلام اباده و قطر ته ولاړ او هلته په دوحه کې یې له طالب استازو سره د احتمالي بینالافغاني خبرو په باب ږغېدلی وو.
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ایران سفارت مخته په شمېر کم، خو په غږ لوړ مدني فعالان او عام خلک ټول شوي و او په ایران کې يې د افغانانو په وژنې تُند غبرګون وښود.
افغان حکومت کوورنا وايرس سره د مبارزې په هدف محدودیتونه د راتلونکو نورو دریو میاشتو لپاره وغځول او په عامه ځايونو کې یې د ماسک اغوستل لازمي وګرځول.
د خوست د ولسونو د پرلپسې غوښتنو او د کرښې په پورې غاړه کې د پرتو قومونو لیوالتیا ته په کتو، یو ځل بیا د افغان حکومت له خوا د غلام خان بندر د ترانزیت او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد د پیلیدو لپاره هڅې پیل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږکال د تېر کالپه نسبت د هندواڼو په حاصلاتو کې د زیاتوالي راغلی، خو بزګرانبیا شکایت کوي چېد اوبو د کموالي له امله یې سږ کال د هندواڼو حاصلات کم شوي دي.
د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې موافقه شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو تر ۵،۰۰۰ پورې زندانیان ازادوي او په مقابل کې بهیې طالبان تر ۱،۰۰۰ پورې د حکومت بندیان خوشې کوي.
امرالله صالح لیکلي که دا برید طالبانو هم نه وي کړی خو د ده په خبره همدې ډله پر جوماتونو د بریدونو بنسټ کېښود.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کورونا د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او لامل يې د ټولبند ماتېدل او طبي لارښوونو ته د خلکو نه پاملرنه یادوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته