د لاسرسي ځای

تازه خبر

مايک پامپيو او ملا غني برادر د افغان سولې په اړه سره غږېدلي


مايک پومپيو
مايک پومپيو

افغان طالبان وايي، په قطر کې د دوی د دفتر مشر ملا غني برادر د امريکا بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو سره خبرې کړي دي. د دوی په وينا د دواړو ترمنځ په خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو په پېلولو خبرې شوي دي.

په قطر کې د دې ډلې يوه وياند سهېل شاهين د جون پر ۳۰ مه پر ټويټر ليکلي چې د پومپيو سره د ويډ‌يو کنفرنس پر مهال ملا برادر وويل چې د دوی د حملو زیاتېدو سبب د افغان پوځ له خوا د نوو پوستو جوړول او عمليات دي. تر اوسه امريکايي چارواکیو د دې ويډيو کنفرنس په اړه څه نه دې ويلي.

د فبرورۍ پر ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې د سولې لوظنامې ترمخه افغان حکومت به پنځه زره طالب بنديان او طالبان به ۱۰۰۰ افغانان خوشې کوي. د افغانستان ملي امنيت شورا د شمېرو ترمخه دوی تر اوسه ۳۹۰۰ طالبان خوشي کړي او نور به هم خوشي کوي. طالبانو ويلي چې دوی تر اوسه خوا او شا ۷۰۰ افغانان ازاد کړي دي.

د شاهين په وېنا ملا غني برادر له مايک پامپيو غوښتنه کړې چې امريکا دې حاجي بشر نورزی خوشي کړي. نورزی يو قاچاقبر او د طالبانو پخوانی غړی دی چې په ۲۰۰۵م زکال کې امريکايانو نيولی وو. پر هغه تور دی چې د وسلو او نشه يي موادو د قاچاق ترڅنګ یې طالبانو ته پېسې هم برابرولې.

د پامپيو او ملا بردار خبرې په داسې مهال شوي چې د افغان سولې لپاره د امريکې د بهرنيو چارو ځانګړی استازی، زلمی خليلزاد د امن راوستو د کوښښونو په لړ کې د قطر، پاکستان او ازبکستان په سفر روان شوی دی.

سهېل شاهين همداراز د جون پر ۳۰مه پر ټويټر ليکلي چې ملا غني برادر د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازی ابراهيم طاهريان سره په دوحه کې کتلي دي. د شاهين په وينا دواړو خواوو د افغانستان پر حالاتو، د سرحدونو پر امنيت او بين الافغاني خبرو بحث کړی دی.

XS
SM
MD
LG